د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې ماه جبين قزلباش مړه شوه

د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې ماه جبين قزلباش مړه شوه

Feb 27, 2020 - 10:26

کابل (پژواک، ٨ کب ٩٨) : د پښتو ژبې وتلې سندر غاړې ماه جبين قزلباش  د زړه تر اوږودې ناروغۍ وروسته د ٦٢ کلونو په عمر مړه شوه.

د کوزې پښتونخوا وتلي ليکوال او د ډيوې راډيو خبريال ميا فاروق فراق د کب په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر مېرمن قزلباش دوه مياشتې مخکې د زړه حمله راغلې او د پېښور په يوه روغتون کې بستره وه.

هغه زياته کړه، چې په دې موده کې د خيبر پښتونخوا د ځايي حکومت او ځينو نورو کسانو له خوا يې پوښتنه او مالي مرسته هم ورسره شوې وه.

فراق وايي چې د ماه جبين قزلباش سندرې د لر او بر پښتنو خوښېدلې او د هر چا په خوله کې به ددې سندرې وې.

د نوموړي په وينا، هغې په تېرو څو لسيزو کې په پښتو ژبه سلګونه سندرې ويلي او سلګونه زره مينه وال يې درلودل.

هغه د نوموړې مړينه د پښتو موسيقۍ، ادب او هنر لپاره ستره ضايعه وبلله.

د پېښور ښار د ستر روغتون  (ليډي ريډنګ) يو تن وياند محمد عاصم رسنيو ته ويلي چې ماه جبين قزلباش پرون ماښام مړه شوې او جسد يې کورنۍ ته سپارل شوى دى.

مېرمن قزلباش په ١٩٥٨ زېږديز کال کې په پېښور کې زېږیدلې وه، هغه په خټه قزلباش وه، نيکه يې د افغانستان له هراته کندهار او پلار يې بيا پېښور ته راغلی و، هغې د قبايلي سيمې اورکزو ايجنسۍ د پښتو فلمونو له تکړه هنرمند اېمل خان سره واده کړی و.

هغې په ديارلس کلنۍ کې پر سندرو ويلو پيل وکړ او ٤٣ کاله يې د موسيقۍ لپاره د پښتو ژبې خدمت کړ دى.

راپورونه وايي چې د مېرمن قزلباش مورنۍ ژبه دري وه ، خو د ددې ترڅنګ يې په پښتو، اردو، پنجابي، سرايکي، سندي، بلوڅي او هندکو ژبو هم سندرې ويلې وې چې د سندرو شمېر يې شاوخوا يوولس زرو ته رسېږي.

د هغې يوه له مشهورو سندرو څخه دا وه :

سپينې سپوږمۍ وايه اشنا به چېرته وينه ++ ګونګې شې ولې نه وايې حالونه !

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement