کابل (پژواک، ٨ کب ٩٨) : د عامې روغتيا وزارت وايي چې تر اوسه په کابل او ځېنو نورو ولايتونو کې د کرونا ويروس ٣٠ شکمنې نمونې مرکزي لابراتوارونو ته استول شوې چې يواځې يوه پېښه يې مثبته ثبت شوې ده.
د ياد وزارت له خوا د کب په ٨ مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يواځې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ١٥ شکمنو پېښو نمونې له هرات، غور، کابل او بغلان ولايتونو څخه مرکزي لابراتوارونو ته استول شوې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې ١٥ شکمنو نمونو کې ١٠ له کابل، ٣ له هرات او يوه _ يوه نمونه له بغلان او غور ولایتونو څخه استول شوې ده.
عامې روغتيا وزرات ويلي چې په ټوليزه توګه له تېرو څو ورځو راهيسې له کابل او يو شمېر ولايتونو څخه ٣٠ شکمنې نمونې لابراتوارونو ته د معايناتو لپاره استول شوې چې يواځې په هرات کې يوه مثبت پېښه ثبت شوې ده.
د هرات ولايت ځايي چارواکو ويلي چې په دغه ولايت کې ټول ښوونځي تر نامعلومې مودې پورې تړل شوي دي.
په هرات کې چې د کرونا کومه مثبته پېښه ثبت شوې، ناروغ يې په دې وروستيو کې له ايران څخه راغلى و.
بلخوا ولسمشر اشرف غني د کرونا د ناروغۍ د مخنيوي لپاره د ٢٥ ميليونه ډالرو د ځانګړي کولو اعلان کړى دى.
د يادونې وړ ده، چې کرونا ويروس شاوخوا دوه مياشتې مخکې د چين په اوهان ښار کې رامنځته شوی وو، اوس د چين د ډېرو ښارونو ترڅنګ په شاوخوا ٣٠ هېوادونو کې هم خپور شوی دی.
ددغه ويروس له امله تر اوسه په چين کې شاوخوا٢٧٠٠ کسان مړه شوي او نږدې ٩٠ زره نور پرې اخته شوي دي.
تر چين وروسته په ايران، ايټاليا او سويلي کوريا کې د کرونا ناروغۍ ډېرې پېښې رامنځته شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن