ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جمهوریت روغتون کې د فساد قضیه لویې څارنوالۍ ته واستول شوه

په جمهوریت روغتون کې د فساد قضیه لویې څارنوالۍ ته واستول شوه

author avatar
27 Feb 2020 - 19:47
په جمهوریت روغتون کې د فساد قضیه لویې څارنوالۍ ته واستول شوه
author avatar
27 Feb 2020 - 19:47

کابل (پژواک، ٨ کب ۹۸): د عامې روغتیا وزارت وایي چې په جمهوریت روغتون کې د فساد قضیه یې له لومړنیو څېړنو وروسته د لا ډېرې څېړنې په موخه لویې څارنوالي ته استولې ده.

 د عامې روغتیا وزارت په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي، د جمهوریت روغتون د مرکز ګرمیو د سون موادو په بودیجه کې د اختلاس موضوع ته د رسېدو د راپور په اړه د ولسمشرۍ ریاست د ٢٣١١۱۳۹۸ نېټې د ۲۹۲۸ شمېرې امر په اساس یې د یادې موضوع د څېړلو اقدام کړی دی.

 د پیک د څېړنیزې خبریالۍ مرکز، په دې وروستیو کې د جمهوریت روغتون د مسوولینو له خوا د دغه روغتون د میلیونونو افغانۍ بودیجې د اختلاس په اړه راپور خپور کړی دی.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې عامې روغتیا وزارت له دې موضوع څخه تر خبرېدو وروسته د جمهورت روغتون د مرکز ګرمیو او جنراتور د تېلو د څېړلو په موخه ګډ پلاوی وټاکه؛ څو په یاد روغتون کې د ماشین الاتو د تېلو لګښت وڅېړي.

سرچینې زیاته کړې، د عامې روغتیا د ګډ پلاوي په راپور کې راغلي چې یاد پلاوي د ورکړل شوو اسنادو له مخې موندلې چې د ۱۳۹۲ کال په وروستیو کې د مرکزګرمیو د ماشینونو د فعالیت له پیله د ۱۳۹۸ کال د مرغومي تر ۱۵ مې د لګښت د مخکني نورم په پام کې نیولو او اوسني لګښت تر منځ د پام وړ توپیر شته، چې دا د راپور ورکړل شوو تېلو او په مرکز ګرمیو کې د مصرف شوو تېلو ترمنځ ډېر توپیر ښيي.

 یاد وزارت ویلي چې د ګډ پلاوي د راپور په اساس، د عامې روغتیا وزیر په یوه حکم کې لیکلي چې دغه موضوع یې د ډېرو څېړړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته استولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.