ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د بادامو ٢٠٠ باغونه جوړېږي

په خوست کې د بادامو ٢٠٠ باغونه جوړېږي

author avatar
27 Feb 2020 - 10:53
په خوست کې د بادامو ٢٠٠ باغونه جوړېږي
author avatar
27 Feb 2020 - 10:53

خوست ښار (پژواک، ۸ کب ۹۸): خوست کې د «ملي بسيا بڼ» په نوم د ولسي حشر په ترڅ کې د بادامو دوه سوه باغونه جوړېږي.

دغه ولسي حشر چې پيل يې له ګربزو ولسوالۍ څخه وشو، د خوست په ټولو ولسواليو او مرکز کې به په دوه سوه باغونو کې د بادامو شاوخوا اته زره نيالګي کېښودل شي.

ددې ولسي پروګرام مسوولين وايي، د بادامو دغه نيالګي چې د خوست سوداګرو او دوکاندارانو په مالي مرسته يې اخيستي، په هره ولسوالۍ کې نږدې شل باغونه جوړ کړي.

د صاحب ګل فرهاد په نوم يو تن رضاکار چې په دغه ولسي حشر کې يې ګډون کړی، پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر باغ کې به د بادامو څلوېښت نيالګي کېښودل شي.

هغه وايي: ((په هر واحد يا ولسوالۍ کې به موږ لس، پنځلس او تر شلو پورې باغونه جوړوو، چې   تقريباً په درېيو کلونو کې به په حاصلاتو راځي او درې کاله به دا زموږ د متخصصې کمېټې تر څار لاندې وي.))

د شفيق کره په نوم ددغه ولسي حشر بل رضاکار بيا پژواک اژانس ته وويل، اساسي موخه له دې پروګرام څخه خلکو کې د وطن جوړونې فکر خورول دي.

د هغه په وينا، تر هغه چې خلکو کې بېرته هغه پخوانى دود او دستور چې له مخې به يې خپلې چارې خپله مخکې وړلې، را ژوندى نه کړو، دا ملت له بحران څخه نه وځي.

دی زياتوي: ((هدف ټول دغه دی، چې څنګه موږ وکولی شو خپلو خلکو ته فکر ورکړو چې دا وطن زموږ دی، په خپل ځان بايد متکي شو او دا خپل وطن په خپله جوړ کړو. ترڅو پورې چې دا ولس د خپل وطن د جوړونې لپاره خپله راپورته نه شي او ملي انګيزه ځان کې پيدا نه کړي؛ په بهرنيو مرستو هيڅ هم نه شي کېدلی.))

زرماييد خان چې د ګربزو ولسوالۍ د ميداني سيمې اوسېدونکی دی او يوه اندازه خپله شخصي ځمکه يې د بادامو يوه باغ ته ورکړې، وايي هر افغان بايد د خپل وس مطابق د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې برخه واخلي.

هغه وايي: ((موږ په پردي وطن کې ډېرې محتاجۍ تېرې کړې دي، افسوس او ارمان مو ډېر کړی دی د خپل وطن، اوس چې کله وطن کې يو، موږ او تاسې ته په کار ده چې څوک د يوې او څوک د زرو ونو وس لري؛ خپل وطن ښکلی کړي او خپل قوم اباد کړي.))

د ملي بسيا بڼ په نوم د ولسي حشر دا رضاکار ځوانان او د مدني ټولنې غړي داسې مهال په دغه ولايت کې د بادامو د باغونو جوړولو لړۍ پيلوي، چې نن ورځ د «زرغون خوست» په نوم د نيالګيو کلنۍ او کلتوري مېله هم پيليږي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.