ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي

په غزني کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
27 Feb 2020 - 11:52
په غزني کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
27 Feb 2020 - 11:52

غزني ښار (پژواک، ٨ کب ٩٨): د غزني چارواکي وايي چې په مقر ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو په بريد کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

په کابل کې د ملي امنيت د صفر يک قطعې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مقر ولسوالۍ په لړم سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريد کړى دى.

سرچينه وايي چې له بريد وروسته امنيتي ځواکونو پر طالبانو ډزې کړي چې په ترڅ کې يې دوه طالبان وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

دغه راز د غزني د والي سکرتر عزيز عظيمي هم ياده پېښه او مرګ ژوبله تاييدوي او وايي چې په دغه جګړې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې د تېرې شنبې په ورځ د امريکا او طالبانو ترمنځ د توافق له مخې د يوې اوونۍ لپاره په هېواد کې اورکم اعلان شوى دى.

حکومت او وسله والو طالبانو د خبرپاڼو په خپرولو سره ويلي چې يو پر بل بريد نه کوي، خو د مقابل لوري د بريد ځواب حتمن ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.