کابل (پژواک، ٩ کب ٩٨): يوه حکومتي سرچينه وايي چې د بندیانو پر سر د غیر رسمي خبرو لپاره دولتي پلاوی قطر ته تللی دى.
دغه څرګندونې يوې لوړپوړې حکومتي سرچينې د کب په نهمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
سرچينه وايي چې د يادې ناستې د چمتوالي لپاره د حکومت پلاوى د قطر هېواد دوحې ښار ته رسيدلى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې په دې پلاوي کې د امنيت شورا په استازيتوب، سالم شاه ابراهيمي، د سولې د وزارت مرستيال تورن عبدالخالق بالاکرزی، د عدليې وزارت مرستياله مېرمن عادلي، د بهرنيو چارو د وزارت استازی فيض الله ذکي، د حج اوقاف وزارت مرستيال مولوي مظفري او د افغانستان د محابسو د تنظيم مشر توتاخيل شامل دي.
هغه زياتوي: ((دا مذاکرتي ټيم نه دی. دوی يوازې د بنديانو په اړه له طالبانو سره په ابتدايي اجنډا خبرې کوي.))
د سرچينې په وينا د افغان حکومت لخوا دغه پلاوى د طالبانو په غوښتنه استول شوى دى.
بل لورته د وسله والو طالبانو سياسي دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ټاکل شوې ده چې تر يو نيم کلن مذاکراتو وروسته سبا په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو هوکړه ليک لاسليک شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن