ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تاوتریخوالي اوونۍ په جریان کې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت لوړ شوی

د تاوتریخوالي اوونۍ په جریان کې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت لوړ شوی

author avatar
28 Feb 2020 - 09:32
د تاوتریخوالي اوونۍ په جریان کې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت لوړ شوی
author avatar
28 Feb 2020 - 09:32

کابل (پژواک، ٩  کب ٩٨): د تاوتریخوالي اوونۍ په پیل او د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک په رانږدې کېدو نن د تېرې اوونۍ په پرتله د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالر پر وړاندې ۲.۲ سلنه لوړ شوی دی.

په قطر کې د طالبان او امریکا ترمنځ د سولې له خبرو وروسته چې څه باندې یو کال یې دوام درلود، د تېرې شبنې په شپه له ۱۲ بجو وروسته په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیل شوه.

ټاکل شوې د را روانې اوونۍ په پيل کې طالبان او امریکا د سولې هوکړه لیک لاسلیک او ورپسې د سولې بین الافغاني خبرې پیل او په پایله کې پر اوربند توافق وشي څو په افغانستان کې یوې دایمي سولې ته ورسېږي.

د تاوتریخوالي د پیل اوونۍ او د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک نږدې کېدل د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د لوړېدو لامل شوی دی.

د کابل په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن صداقت پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۵.۳۰ امریکايي ډالره ده.

نوموړي زیاته کړه چې د کب په لومړۍ (د تاوتریخوالي اوونۍ له پیل دوې ورځې مخکې) د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۷۷ افغانۍ و.

حاجي میرحسین صداقت وویل، د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدو لامل د تاوتریخوالي اوونۍ پيل او د طالبان او امریکا ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک نېټې د رانږدې کېدل دي.

نوموړي زیاته کړه، سیاسي وضعیت د افغانۍ پر ارزښت اغېز کوي، ځکه خلک په دغه ډول حالت کې د هېواد د وضعیت ښه کېدو ته هیله من کېږي.

هغه هیله مندي څرګنده کړه چې د سولې خبرو د پرمختګ او په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټينګښت به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شي او د افغانۍ ارزښت به خپل ځای ونیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.