ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لويه لار د ټيلري موټرو پرمخ وتړل شوه

د سالنګ لويه لار د ټيلري موټرو پرمخ وتړل شوه

author avatar
28 Feb 2020 - 11:56
د سالنګ لويه لار د ټيلري موټرو پرمخ وتړل شوه
author avatar
28 Feb 2020 - 11:56

چاريکار (پژواک، ٩ کب ٩٨): د سالنګ لويه لاره چې د هېواد پلازمېنه له شمالي ولايتونو سره نښلوي، يو ځل بيا د لويو بار وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې اجرايي مدير سميع الله د کب په نهمه پژواک ته وويل چې له نن سهار راهيسې په سالنګونو کې سخته واوره وريدلې چې له امله يې دغه لويه لار د ټيلري موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په سوېلي سالنګ کې د واورې پنډوالى ٢٣ سانتي متره او په شمالي سالنګ کې ٤٥ سانتي متره دى.

د يادونې وړ ده چې سالنګ لويه لاره د ٢،٧  کيلومتره تونل په درلودو سره د پروان او بغلان ولايتونو ترمنځ د هندوکش غرونو په لوړو کې تېريږي او د شمال نهه ولايتونه له پلازمينې کابل سره نښلوي.

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.