ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا وزارت: د کرونا د وروستيو لسو شکمنو پېښو پايلې هم منفي دي

د عامې روغتيا وزارت: د کرونا د وروستيو لسو شکمنو پېښو پايلې هم منفي دي

author avatar
28 Feb 2020 - 11:39
د عامې روغتيا وزارت: د کرونا د وروستيو لسو شکمنو پېښو پايلې هم منفي دي
author avatar
28 Feb 2020 - 11:39

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٨): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د کابل په ګډون د څلورو ولايتونو د کرونا ناروغۍ د لسو شکمنو پېښو پايلې هم منفي وې.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د کب په نهمه رسنيو ته وويل چې تېره ورځ له کابل څخه پنځه، له هرات ولايت څخه درې، له بغلان او غور ولايتونو څخه يوه يوه د کرونا شکمنې پېښې د معايناتو لپاره کابل ته استول شوي وو.

هغه وايي چې د يادو ټولو پېښو پايلې منفي دي.

ده زياته کړه چې له هرات ولايت څخه د نهو نورو شکمنو پېښو نمونې هم را استول شوي چې پايله به يې سبا له خلکو سره شريکه شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز اعلان وکړ چې د کرونا ناروغۍ يوه مثبته پېښه په هرات کې ولايت کې ثبت شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې کرونا ويروس شاوخوا دوه مياشتې مخکې د چين په اوهان ښار کې رامنځته شوی وو، اوس د چين د ډېرو ښارونو ترڅنګ په شاوخوا ٣٠ هېوادونو کې هم خپور شوی دی.

ددغه ويروس له امله تر اوسه په چين کې شاوخوا ٢٧٠٠ کسان مړه شوي او نږدې ٩٠ زره نور پرې اخته شوي دي.

تر چين وروسته په ايران، ايټاليا او سويلي کوريا کې د کرونا ناروغۍ ډېرې پېښې رامنځته شوې دي.

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.