ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قریشي: د پاکستان له همکارۍ پرته د امریکا او طالبانو تړون ممکن نه و

قریشي: د پاکستان له همکارۍ پرته د امریکا او طالبانو تړون ممکن نه و

author avatar
28 Feb 2020 - 20:47
قریشي: د پاکستان له همکارۍ پرته د امریکا او طالبانو تړون ممکن نه و
author avatar
28 Feb 2020 - 20:47

کابل (پژواک، ۹ کب ۹۸) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې دامریکا او طالبانو ترمنځ تړون د دوی په مرستې او همکارۍ ممکن شوی دی.

قریشي دغه څرګندونې د کب په ۹مه، د قطر په پلازمینه دوحه کې د خپل هیواد له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاریخي تړون په مراسمو کې د ګډون په موخه په قطر کې دي.

هغه زیاته کړې، دامریکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته اوس (توپ د افغانانو په لاس کې دی) چې د خپل راتلونکي په اړه څه ډول پریکړه کوي.

قریشي د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون ته په اشارې سره وویل : (( که چیرې پاکستان نه وای، دا تړون نه کیدلو.))

د هغه په وینا، په دې پروسه کې د پاکستان رول دومره مهم او ښکاره و، چې هره لمحه کې د پاکستان مرستې او همکارۍ ته اړتیا وه، کوم کار چې نن ناممکنه و، نن د پاکستان په مرسته ممکن شوی دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ددغه تاریخي تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ۵۰ هیوادونو استازي چې پکې د بهرنیو چارو وزیران، ځانګړي استازي او نور چارواکي شامل دي، ګډون کوي.

قریشي هیله څرګنده کړه، چې دامریکا او طالبانو ترتړونه وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي، اوس دا افغانانو پورې تړلې ده، چې پخپلو کې څه ډول خبرې او پریکړې کوي .

د هغه په وینا، دده د معلوماتو له مخې، به دې مراسمو کې د افغان حکومت شپږ کسیز پلاوی هم ګډون کوي او تر هغې وروسته به دوی د بندیانو د خوشې کولو په اړه لومړی مذاکرات کوي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې قریشي ویلي، لکه څرنګه چې دا تړون د پاکستان په مرسته لاسلیک کیږي، نو دې سره په نړیواله کچه د  پاکستان رول ستایل شوی ، د پاکستان دریځ ښکاره شوی او هغه تورونه رد کیږي چې ګوندې پاکستان له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او یا هلته ترهګر میشت دی.

نوموړي ویلي، طالبان او امریکا چې له څو کلونو راهیسې په جګړو بوخت وو، پاکستان راوستل او د خبرو میز ته یې کینول.

د هغه په وینا، کله چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو اترو کې ستونزه پیدا کیده نو د پاکستان به مرسته به دا ستونزې هواریدلې او خبرې بیا پیلیدلې.

 قریشي دا هم وویل چې تر دې تړونه وروسته هر څه نه سمیږي،  خو دې تړون سره د پاکستان مثبت رول او نیت څرګند شوی دی.

هغه زیاته کړه پاکستان هیله  لري چې دې تړون سره هلته سوله او ثبات رامنځته شي، له پاکستانه سلګونه زره افغان کډوال بیرته ستانه شي او منځني اسیا هیوادونو سره د پاکستان سوداګری پراختیا ومومي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.