ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بامیانو کې د “سکي” سیالۍ ترسره شوې

په بامیانو کې د “سکي” سیالۍ ترسره شوې

author avatar
28 Feb 2020 - 09:26
په بامیانو کې د “سکي” سیالۍ ترسره شوې
author avatar
28 Feb 2020 - 09:26

بامیان (پژواک، ۸ کب ۹۸): د سکي ملي فدراسیون وایي چې نن د بامیانو ولایت د بابا غره په لمن کې لسګونه نجونو او هلکانو د سکي سیالۍ کې ګډون وکړ.

د افغانستان د سکي د ملي فدراسیون رییس داوود کارګر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لوبې د سکي د ملي فدارسیون له خوا په «سرقل چپ دره» فولادي کې چې د بابا د غره په لمن کې واقع دی، د بامیانو د سیمه ییزې ادارې په مرسته ترسره شوه.

نوموړي زیاته کړه، دغه سیالۍ د ښځو د سکي تر لسم او د نرانو د لرګي د سکي دویمې سیالۍ تر نامه لاندې تر سره شوه.

د هغه په وینا، په دغو سیالیو کې د سکي ۲۰ لوبغاړو نجونو او د لرګي د سکي په برخه کې هم ۵۳  د سکي هلکانو لوبغاړو له یوبل سره سیالۍ وکړې.

نوموړي وویل چې له یادو سیالیو یې موخه د ژمنیو لوبو پراختیا او ترویج او په ځانکړې توګه د ځوانو نجونو او هلکانو ترمنځ د سکي لوبې له لارې نړيوالو ته د سولې پیغام رسول دي.

نوموړي زیاته کړه، تمه ده چې سبا د کب په ۹ د سکي لسګونه داخلي او بهرني لوبغاړي یو له بل سره سیالي وکړي.

د هغه په وینا، د نن ورځې د ښځو برخې په سیالو کې، ناظمې خیرزاد، بېګم او فریبا په ترتیب سره لومړى، دویم او درېيم ځایونه خپل کړل.

همداراز د لرګي د سکي برخې په سیالیو کې رحمت الله، یاسین او نصیرالله په ترتیب سره لومړی، دویم او درېیم ځایونه خپل کړي دي.

د «سکی افغان» د سیالیو د لسمې دورې اتلې ناظمه خیرزاد پژواک ته وویل چې له دوو کلونو راهیسي د سکي لوبه کوي او خوښه ده چې په دغه ډول سیالیو کې یې ګډون کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.