ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې د ماشومانو د روزنې مرکز پنځو ماشومانو د ياد مرکز ساتونکى وژلى

author avatar
29 Feb 2020 - 14:31
author avatar
29 Feb 2020 - 14:31

مزارشريف ( پژواک،۱۰کب ۹۸) : مزارشريف کې د ماشومانو د روزنې د يوه مرکز پنځو ماشومانو د ياد مرکز محافظ وژلی او خپله تښتېدلي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د کب په ۱۰مه، پژواک ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه په مزار ښار کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه ماشومان د بېلابېلو جنايي جرايمو په تور نيول شوي وو او دا چې عمرونه يې له اتلسو کلونو څخه کم وو؛ نو د ماشومانو د روزنې په ځانګړي مرکز کې ساتل کېدل.

د عادل په خبره، د ياد مرکز محافظ د خپلې پيرې پر مهال د ماشومانو له خوا په چل نيول کېږي، چې وروسته يې وژلی دی.

نوموړى وايي : (( محافظ يې نيولی او د پړي او د پتلون کمربند په وسيله يې زندۍ کړی او وژلی دی.))

 د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند زياتوي چې د محافظ له وژلو وروسته دغه ماشومان په تېښته بريالي شوي دي.

د هغه په وينا، پوليسو هڅې پيل کړي، چې د روزنې له مرکزه تښتېدلي ماشومان بېرته ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.