ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د امريکا او طالبانو ترمنځ تاريخي تړون لاسليکېږي

نن د امريکا او طالبانو ترمنځ تاريخي تړون لاسليکېږي

author avatar
29 Feb 2020 - 09:15
نن د امريکا او طالبانو ترمنځ تاريخي تړون لاسليکېږي
author avatar
29 Feb 2020 - 09:15

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٨): ټاکل شوې ده چې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ تاريخي تړون لاسليک شي.

پر دغه تړون د لاسليک لپاره د دوحې ښار په شراتون هوټل کې چې له تېر يوه کال راهيسې په کې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې روانې وې، مراسم نیول شوي دي.

په قطر کې ډيپلوماتې سرچينې وايي چې په دغو مراسمو کې د شاوخوا ٣٠ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران، ځانګړي استازي او سفيران ګډون کوي. دغه راز د ګڼ شمېر نړيوالو سازمانونو استازو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون په قطر کې خبريالانو ته ويلي وو چې په دغو مراسمو کې د ٥٠ هېوادونو استازي ګډون کوي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ساعته مخکې خبريالانو ته ويلي چې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته روان شوى دى.

ويل کېږي چې پر دغه تړون به د امريکا له لوري ځانګړي استازي زلمى خليلزاد او د طالبانو د قطر سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لاسليک کوي.

د دغه تړون له لاسليک سره به له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي، سرچينې وايي چې پر تړون له لاسليک وروسته به په لسو ورځو کې د بنديانو د خوشي کولو په اړه پرېکړه کېږي او له هغه وروسته به بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې هند ته د سفر پر مهال ويلي وو چې غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له څه باندې ١٢زرو څخه اتو زرو ته راټيټه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د ناټو سرمنشي او د امريکا د دفاع وزير نن کابل ته راشي او له غرمې وروسته له ولسمشر اشرف غني سره په ګډه يوه اعلاميه خپره کړي.

سرچينې وايي چې ناټو او امريکا به له افغانستان سره اوږودمهاله همکارۍ بيا تازه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.