ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې چاودنې دوه ماشومان وژلي

author avatar
29 Feb 2020 - 12:27
author avatar
29 Feb 2020 - 12:27

ترينکوټ  (پژواک، ١٠ کب ٩٨): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د ماين چاودنې له امله دوه شپانه ماشومان وژل شوي دي.

د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د دويمې امنيتي حوزې امر دويم څارن ملک زين الله د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه تېره ورځ ناوخته د ترينکوټ ښار اړوند د خانقې په سيمه کې وشوه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان چې د يوې کورنۍ غړي وو او خپل څاروي يې په سيمه کې څرول، وژل شوي دي.

دى وايي چې د وژل شوو ماشومانو عمرونه د لسو او دوولسو کلونو ترمنځ وو.

دويم څارن ملک زين الله وويل چې دغه سيمه تازه له وسله والو طالبانو نيول شوې چې لا هم هلته د ماينونو ګواښ شته.

د ترينکوټ ولايتي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخي پژواک ته وويل چې دواړه ماشومانو روغتون ته پر لاره ساه ورکړې وه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې تر پرونه پورې په ټول هېواد کې د تاوتريخوالي کمولو اوونۍ روانه وه چې په ترڅ کې يې امنيتي پېښې شاوخوا ٩٤ سلنه کمې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.