ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تاوتریخوالي د کمښت په اوونۍ کې وسله وال بریدونه ۹۵ سلنه کم وو

د تاوتریخوالي د کمښت په اوونۍ کې وسله وال بریدونه ۹۵ سلنه کم وو

author avatar
29 Feb 2020 - 13:37
د تاوتریخوالي د کمښت په اوونۍ کې وسله وال بریدونه ۹۵ سلنه کم وو
author avatar
29 Feb 2020 - 13:37

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۹۸): د تاوتریخوالي د کمښت په اوونۍ کې پر افغان امنیتي سرتېرو او بهرنیو ځواکونو د طالبانو بریدونه او برعکس ددې اوونۍ له پیله مخکې په ورته وخت کې وسله وال بریدونه ۹۵ سلنه کم وو.

 په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له شاوخوا یو کال خبرو وروسته د تېرې شنبې ورځې د شپې له ۱۲ بجو وروسته  په ټول هېواد کې د «تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ» پیل شوه.

 ټاکل شوې نن د تاوتریخوالي اوونۍ په پای ته رسېدو طالبان او امریکا د سولې تړون لاسلیک کړي او وروسته د سولې بین الافغاني خبرې پیل او په پای کې پر اوربند توافق وشي، څو افغانستان کې یوه پایداره سوله ټینګه شي.  

 د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ په پیل کې په کابل کې د رسنیو د استازو یوې خبري ناستې ته ویلي و، د دولت وسله وال مخالفین د تاوتریخوالي اوونۍ د پیل له اعلان مخکې په ټول هېواد کې هره ورځ له اویا تر اتیا بریدونه ترسره کول.

د تاوتریخوالي کچه د چارواکو له تمې ډېره کمه وه، ځکه امرالله صالح ویلي و چې د تاوتریخوالي کمښت په دې مانا دی چې د بریدونو کچه لږ تر لږه اتیا سلنه کمه شي.

دده په خبره، ټاکل شوې له طالبانو سره د سولې خبرو له لاسلیک وروسته د هغو د تطبیق او څارنې لپاره  د طالبانو، افغان حکومت او امریکایي ځواکونو ګډه کمېټه جوړه شي.

 پژواک د تاوتریخوالي د کمښت څارنه کوي او موندلې یې ده چې د تېرې شنبې د شپې له ۱۲ بجو وروسته ۲۵بریدونه شوي، په داسې حال کې چې د صالح په خبره له دې مخکې په ورته وخت کې په منځنۍ کچه هره ورځ ۷۵ بریدنه ترسره کېدل.

 

د پژواک راپورونه ښيي چې په تېرو درېیو کلونو کې هره ورځ په هېواد کې په منځنۍ کچه اویا تنو ته مرګ   ژوبله اوښته خو د تاوتریخوالي د کمښت په اوونۍ کې دغه شمېر ۵۸ (۲۵ وژل شوي او ۳۳ ټپیان) ته کم شوی دی.

 

 د تاوتریخوالي د کمښت په اوونۍ کې، دوه بریدونه په بلخ، یو برید د پکیتا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ، یو برید د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ، یو برید د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ، یو برید د کندهار په معروف ولسوالۍ، یو برید د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ، درې بریدونه په هلمند، یو برید په سمنګان، د میدان وردګو په مرکز کې د یوه پله الوځول او درې بریدنه په فراه ولایت کې ترسره شوي او دغه راز راپورونه ښيي چې د دولت وسله والو مخالفینو د دره صوف بالا ولسوال او د هغه دوه ساتونکي له موټره تر ښکته کېدو وروسته له ځان سره بېولي، دغه راز په یاده موده کې دوه بریدونه په زابل او یو برید په غزني ولایت کې ترسره شوی دی.

 هدارنګه موندنې ښيي چې دوه بریدونه په لغمان، یو برید په هرات او یو برید په کاپیسا ولایت کې ترسره شوی دی.

 د یادو بریدونو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد تېره شنبه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو: ((د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک لپاره د مناسبې فضا د رامنځته کولو لپاره یوازې د ټولو ولایتونو پر مرکزونو، د قول اردوګانو پر مرکزونو، فرقو او غوڼدونو او دغه راز د بهرنیانو پر ټولو مرکزونو بریدونه نه ترسره کېږي، خو له یادو ځایونو پرته د مجاهدینو هر ډز باید سرغړونه ونه ګڼل شي ځکه دا عمومي اوربند نه دی.))

د یادونې ده، د تاوتریخوالي د اوونۍ پر لومړۍ ورځ دوه وسله وال بریدونه چې پر وسله والو مخالفینو پورې تړاو نه لري ترسره شوي دي.

راپورونه وايي چې د حزب اسلامي یو قوماندان په سمنګان ولایت کې ناپېژاندو وسله والو په یوه برید کې ووژلو او د نوموړي یو ساتونکی ټپي شوی دی، او د پروان د خلکو سناتور محمد صالح او د دغه ولایت د بګرام د مجاهدینو شورا د رییس شاه جهان د کسانو ترمنځ په وسله واله نښته کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

په همدې ترتیب دوه ورځې مخکې د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د داعش ډلې پر غړو هوايي برید کړی دی.

 حکومتي چارواکو ویلي چې په دغه برید کې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د تاوتریخوالي د کمښت په اوونۍ کې دولتي او بهرنیو ځواکونو پر طالبان او طالبان بیا پر یادو ځواکونو بریدونه کم کړي ، خو داعش ډله په دغه تصمیم کې شامله نه ده.

دغه راز د میدان وردګو ولایت یو څارنوال د کابل ښار په پنځمه حوزه کې ناپېژندو وسله وال ټپي کړی دی.

 د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم د ناپېژاندو وسله والو په برید کې یو محصل وژل شوی دی.

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.