ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مودي ولسمشر غني ته د رسمي سفر بلنه ورکړې ده

مودي ولسمشر غني ته د رسمي سفر بلنه ورکړې ده

author avatar
29 Feb 2020 - 09:58
مودي ولسمشر غني ته د رسمي سفر بلنه ورکړې ده
author avatar
29 Feb 2020 - 09:58

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٨): د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ولسمشر اشرف غني ته د لومړي وزير نريندرا مودي د مبارکۍ پيغام راوړلو ترڅنګ له افغانستان سره د خپل هېواد د اوږودمهاله همکاريو ډاډ ورکړی دی.

له ارګه د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چې د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال هارش وردن شرينګلا پرون ماښام له ولسمشر اشرف غني سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، د سولې پروسې او د سيمې پر حالاتو خبرې وکړې.

بلخوا د ولسمشر وياند صديق صديقي د هند د لومړي وزير نريندرا مودي د مبارکۍ هغه ليک هم خپور کړى چې ولسمشر اشرف غني ته يې په ټاکنو کې د بريا له امله ورکړې ده.

په دغه ليک کې نوموړي د مبارکۍ ترڅنګ ولسمشر اشرف غني ته بلنه ورکړې چې دغه هېواد ته رسمي سفر وکړي.

بلخوا د اجرائيه رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال له اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله سره هم د سولې پر پروسې او ټاکنو باندې خبرې اترې کړې دي.

دغه راز هارش وردن شرينګلا پرون د بهرنيو چارو له سياسي مرستيال او سرپرست وزير محمدهارون چخانسوري سره هم ليدلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې شرینګلا، د جمهوري نظام ټینګښت او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ولسمشر محمد اشرف غنی د بیا ټاکنې مبارکي وویله او د افغانستان له حکومت او خلکو سره یې د خپل هېواد د اوږدمهالو همکاریو د دوام ژمنه تازه کړه.

سرچينې زياته کړې، په مقابل کې چخانسوري په افغانستان کې د ټاکنو د پایلو او د جمهوري نظام د ټینګښت په تړاو د هند حکومت دریځ له اعلانولو د مننې څرګندولو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د هغه هېواد د پرمختیايي پروژو په تړاو د هند د همېشنیو همکاریو له امله مننه او قدرداني څرګنده کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د افغانستان د سولې پروسې، د سیمې هېوادونو ترمنځ او له خلکو سره د اړیکو د پیاوړتیا او په دې لاره کې د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو په ګډون د بېلابېلو سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ترانزیټي او فرهنګي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې سوله او ثبات يې د سیمې د سوکالۍ، هوساینې او ثبات لپاره مهم وبلل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.