کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي چې له طالبانو سره هر هوکړه لیک چې لاسلیکېږي، مشروط دی خو که هغوى له جګړې لاس اخلي، د دوی شرطونه به هم بدل شي.
له ارګه د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون له یو شمېر والیانو سره د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو د ويډيو له لارې خبرو کې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، په دغه ويډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي ريیس عبدالمتین بېګ هم شتون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، لومړى امرالله صالح د ټاکنو پروسې د پای ته رسېدو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې ټاکنې پای ته رسېدلې او دولت جوړوونکي ټیم یې ګټونکی دی. هغه ويلي، دغه ټیم په هېواد کې د ملي یووالي د پیاوړتیا او پایدارې سولې د تامین په لیدلوري سره دغه بهیر ته داخل شوی او ټول ټاکنیز ټکټونه به په نوي حکومت کې د جمهوریت تر چتر لاندې قرار ولري.
هغه زیاته کړه: ((موږ ارګ د ټولو افغانانو په ګډ کور بدل کړی، هغه دروازه چې مخکې یواځې د سیاسي نخبه ګانو پر مخ پرانیستې وه، اوس د کلي، ګذر، ناحیې، ولسوالۍ او ټولو ولایتونو خلکو ته پرانیستې ده.))
د سولې پروسې په اړه صالح وويل چې د دولت مذاکره کوونکی پلاوی به تخصصي او اهل خبره وي، خو خلک، ملي شورا او لویه جرګه به د سولې تصمیمونه نیسي.
هغه زیاته کړه، سبا به د افغانستان رهبران او ملي او سیاسي شخصیتونه سره راټول شي او له جمهوریت څخه به دفاع وکړي.
ولسمشر اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل: ((موږ د افغانستان ټول مسایل په تدبیر سره حلوو. زموږ دریځ د اساسي قانون، جمهوریت، ملي حاکمیت او د افغانستان د خلکو د عزت دریځ دی.))
هغه زیاته کړې، د افغانستان بهرنی سیاست روښانه دی، افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري، یواځې دایمي ګټې لري.
ولسمشر په سیمه کې راغلو بدلونونو ته په کتو وویل، هېچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې هېواد يې خپل ستراتيژیک عمق وګرځوي.
اشرف غني څرګنده کړه، افغانستان د تېرو پنځو کلونو پخوانی افغانستان نه دی، د سولې بحث یو ملي بحث دی او په ګډه تلپاتې سولې ته د رسېدو هڅې کوي.
هغه وويل له نړۍ سره يې اړیکې ډېرې مهمې دي او د نړيوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له امریکا او ناټو سره يې ټول تړونونه او قراردادونه پر ځای دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن