کابل (پژواک،١٠ کب ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانانو غوښتي چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته اعظمي ګټه پورته کړي.
په و اشنګټن کې له سپينې ماڼۍ د کب په ١٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ١٩ کاله مخکې امريکايي سرتېري په دې موخه افغانستان ته ولاړل چې هلته د هغو ترهګرو رېښې وباسي چې پر امريکا د سپټمبر په بريدونو کې يې لاس درلود.
خبرپاڼې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خولې ليکلي: ((د خپلو پياوړو سرتېرو، امريکايي ماليه ورکوونکو او د افغانستان د خلکو د قربانيو په بدل کې مو ډېرې ښې لاسته راوړنې او پرمختګونه لرل.))
ټرمپ ويلي، د تېرو ټاکنو پر مهال يې له خپل ولس سره ژمنه کړې وه چې له افغانستانه به خپل سرتېري کور ته راولي او د افغانستان اوږده جګړه به پاى ته رسوي، اوس د دې ژمنو په عملي کولو کې د پام وړ پرمختګونه شوي.
د هغه په وينا، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو قطر ته روان شوى، څو هلته له طالبانو سره د امريکا د تړون ننداره وکړي ، دغه راز ددفاع وزير مارک سپير له افغان حکومت سره د يوې ګډې اعلاميې خپرولو په موخه کابل ته تللى دى .
د امريکا ولسمشر ويلي، که چېرې افغان حکومت او طالبانو پر خپلو ژمنو عمل وکړي نو امريکا به د دې جګړې په ختمولو او خپلو سرتېرو ايستلو باندې بريالۍ شي.
ټرمپ زياته کړې، دا ژمنې له القاعدې، داعش او نورو ترهګرو څخه د پاک او يوه نوي افغانستان لپاره د دوامدارې سولې پر وړاندې مهم اقدامات دي.
هغه هم دا ويلي، دا اوس په خپله په افغانانو پورې تړاو لري چې د خپل راتلونکي په اړه کار وکړي او له دغه ستر فرصته اعظمي استفاده وکړي.
نوموړي په ډاګه کړ، له طالبانو سره کېدونکى تړون په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د قربانيو او سرښندنو په برکت ممکن شوى دى، چا چې د امريکا او افغانستان د ښې راتلونکي لپاره ورکړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن