ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات چارواکي له ایرانه د کډوالو د اجباري ایستلو د مخنیوي غوښتنه کوي

د هرات چارواکي له ایرانه د کډوالو د اجباري ایستلو د مخنیوي غوښتنه کوي

author avatar
1 Mar 2020 - 19:01
د هرات چارواکي له ایرانه د کډوالو د اجباري ایستلو د مخنیوي غوښتنه کوي
author avatar
1 Mar 2020 - 19:01

هرات (پژواک،۱۱کب ۹۸): د هرات حکومتي مسوولین په ایران کې د کرونا ناروغۍ تر خپرېدو وروسته په زور له دغه هېواده د افغان کډوالو پر ایستلو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د دغې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

په هرات کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس جاوېد نادم نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د ایران دولت هره ورځ له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته رالېږي.

ده زیاته کړه، په یادو کډوالو کې ماشومان، بې سرپناه ښځې، پر نشه يي توکو روږدي او پاخه عمر لرونکي کسان شامل دي چې په زور یا خپله خوښه هېواد ته راځي.

نوموي زیاته کړه: ((په نورمال ډول هره ورځ له ۵۰۰، ۷۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کسان هېواد ته راځي او موږ ورته د اسلام کلا پولې په صفري نقطه کې ښه راغلاست وايو او په خپله خوښه د راستنېدونکو، مدرک لرونکو او هغو کسانو کټګورۍ لرو چې په زور له ایرانه ایستل کېږي، د دوی په منځ کې پر نشه يي توکو روږدي کسان هم شته.))

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري هم په زور د افغان کډوالو له ایستلو سره هممهاله د کرونا ناروغۍ په خپرېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، یواځې په یوه شپه کې د ایران حکومت د اسلام کلا بندر له لارې ۱۲۰۰ افغانان رد مرز کړي دي.

هغه د افغانستان له کورنیو چارو وزارته وغوښتل چې له ډېپلوماتیکو لارو له ایران سره د کرونا ویروس تر له منځه وړلو د اسلام کلا بندر پر تړلو موافقه وکړي.

هغه روښانه کړه: ((د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران دې د پولې پر تړلو توافق وکړي چې په اوسنیو شرایطو کې په افغاستان په ځانګړې توګه هرات ولایت کې د کرونا ویروس ستونزه رامنځته شوې، کډوال باید په اجباري ډول خارج نه شي.))

خو د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني وویل، د افغان کډوالو له ایستلو څخه د هېواد والو او سیمه ییزو مسوولینو له اندېښنو وروسته له ایران سره تفاهم شوی چې د کډوالو د رالېږل کېدونکو کسانو شمېر کم کړي.

د فرهاد په خبره، په هرات کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په اسلام کلا بندر کې جدي تدابیر نیول شوي دي.

هغه وویل: ((موږ په دې اړه د هېوادوالو شته اندېښنو ته انعکاس ورکړ، له نېکه مرغه د ملي امنیت شورا په امر په اسلام کلا بندر کې د هېوادوالو پر تګ راتګ ځینې محدودیتونه وضع شوي او د غیرضروري تګ راتګ مخه نیول کېږي او د پولې په بل طرف کې له ایراني لوري سره تفاهم شوی چې د بېرته راستنېدونکو شمېر کم شي.)))

دغه راز د هرات د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي حفیظ الله چې تازه له ایران څخه را وېستل شوی، پژواک ته په ټلېفوني اړیکه کې وویل: ((زه یو کال مخکې په قاچاقي لاره ایران ته تللی وم او په اصفهان کې مې کار کاوه چې درې ورځې مخکې ایراني مامورین راغلل، زه او څو نور دوستان یې ونیولو او پرته له دې چې له صاحب کار مې وسایل او پیسې تر لاسه کړو، موږ یې رد مرز کړو.))

بلخوا د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د مسافرو پر مخ د اسلام کلا پولې پر خلاصېدو نیوکه کوي او وايي چې په دغه بندر کې موجوده دستګاه د کرونا ویروس د تشخیص لپاره لازم دقت نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.