د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کونړ کې دداعش ډلې ٤٢ وسله وال حکومت ته تسليم شوي

په کونړ کې دداعش ډلې ٤٢ وسله وال حکومت ته تسليم شوي

Mar 01, 2020 - 17:58

کابل (پژواک، ١١ کب ٩٨) : چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې دداعش ډلې ٤٢ وسله وال له خپلو وسلو سره حکومت ته تسليم شوي دي.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال د کب په ١١مه، ددغو کسانو د يو ځاى کېدو په مراسمو کې وويل چې دوى د ملي پوليسو په هڅو ددې ولايت د څوکۍ او نرنګ ولسوالیو اړونده باډیل او دېوه ګل درو کې تسليم شوي دي.

هغه زياته کړه چې په تسليم شويو کسانو کې د کرامت الله راکټي په ګډون د هغوى يو قوماندان هم شامل دى.

ميرزکوال وويل چې داعش ډله په کونړ ولایت کې له ماتې سره مخ ده .

 نوموړي زیاته کړه، د دوی يواځينۍ لار حکومت ته تسلېمدل دي .

والي وايي، په کونړ ولایت کې یواځې د داعش او لشکرطیبه ډلې په ډېرو محدودو سیموکې شتون لري چې ډېر ژر به وځپل شي.

د تسلیم شوې ډلې  یوتن سرګروپ  کرامت الله وويل  چې دوى د پاکستاني استخباراتو په لمسونه تخريبي او ترهګريز کارونه ترسره کول.

هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کې ددوى پر ضد هوايي بريدونه زيات شوي وو او نور يې نه غوښتل چې له منځه يوړل شي.

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې هم  د داعش نهه دیرش کسیزه ډله  له وسلو سره  د ملي امنیت  په مټ  حکومت ته تسلیم شوې وه .

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan