خوست ښار (پژواک، ١٢ کب ٩٨) : په خوست ولايت کې د فوټبال لوبې پر مهال د موټرسايکل بم چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
دا چاودنه نن د کب په ١٢مه، مازيګر ناوخته ددې ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځني خېلو په سيمه کې د فوټبال په لوبغالي کې شوې ده.
د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه دوی ته درې مړي او ۱۱ ټپيان ور وړل شوي.
د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر پژواک اژانس ته وويل چې دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
نوموړي وويل چې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي.
هغه زياته کړه چې پېښه شاوخوا څلور بجې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځني خېلو په سيمه کې د فوټبال په يوه لوبغاړي کې شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن