ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امارات افغانستان ته د کرونا ویروس د ۵۰ زره پېښو د تشخیص لپاره کېټونه ورکوي

امارات افغانستان ته د کرونا ویروس د ۵۰ زره پېښو د تشخیص لپاره کېټونه ورکوي

author avatar
3 Mar 2020 - 17:04
امارات افغانستان ته د کرونا ویروس د ۵۰ زره پېښو د تشخیص لپاره کېټونه ورکوي
author avatar
3 Mar 2020 - 17:04

کابل(پژواک، ۱۳ کب ٩٨): د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، متحده عربي امارات افغانستان ته د کرونا ویروس د ۵۰ زره پېښو د تشخیص لپاره کېټونه ورکوي.

د دغه وزارت ویاند وحيد الله مايار د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د متحده عربي اماراتو دولت د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د کرونا ویرویس د ۵۰ زره پېښو د تشخیص لپاره د کېټونو مرسته کوي چې محموله به یې ډېر ژر افغانستان ته را ورسیږي.

دی وايي: "د دغو کېټونو ارزښت درې اعشاریه ۴ میلیونه امریکايي ډالره دی چې سبا ته به کابل ته راوسیږي."

د هغه په وینا، د عامې روغتیا وزارت تر اوسه تر دوو زره پورې کېټونه درلودل، خو اوس یې اندېښنه رفع شوې ده.

د یو بل خبر له مخې، نن کابل کې د کرونا ویروس د مخنیوي د همغږۍ کمېټې خپله دویمه ناسته کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره په اړیکه کې دی تر څو په تفاهم سره د کرونا په تړاو په ګډه اقدامات وکړي.

په دې اړه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت سرحدي پولیس د کرونا ویروس په اړه شوې کړنې څاري، خو په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د ښځینه روغتیايي ټیمونو غوښتونکي دي.

د همغږۍ دغې کمېټې په نننۍ ناسته کې پرېکړه کړې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دې هرات کې د تعلیمي کال پیل وځنډول شي، خو په نورو ولایتونو کې دې له پلان سره سم عادي حالت دوام ومومي او د عامې روغتیا وزارت دې په هوايي ډګرونو او د ولسوالیو په سرحدونو کې ښځینه ډلې وګوماري.

د کرونا ويروس ناروغي شاوخوا دوه مياشتې مخکې د چين په اووهان ښار کې رامنځته شوې وه، چې اوس د چين د ډېرو ښارونو ترڅنګ په شاوخوا ٣٠ هېوادونو کې هم خپره شوې ده.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د کرونا ٧٧ شکمنې پېښې ثبت شوې چې یوه یې مثبته یاده شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.