جلال اباد (پژواک، ١٣ کب ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتيا ننګرهار ولايت ته سفر کړی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د دغه ولایت جلال اباد ښار ته رسېدلى دى.
هغه وايي چې له نوموړي سره د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب، يو شمېر وزيران او نور لوړ پوړي چارواکي ملتيا کوي.
د هغه په وينا، ولسمشر به د ننګرهار له والي، ختيځ زون نظامي شورا غړو، مېرمنو، علماوو او قومي مشرانو سره بېلابېلې غونډې ولري.
ده زياته کړه چې ولسمشر غني به په يوه لويه غونډه کې د ننګرهار خلکو ته وينا هم وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن