پل علم- لښکرګاه (پژواک، ١٣ کب ٩٨): په هلمند او لوګر ولايتونو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله لس امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د محمد اغې ولسوالۍ په مس عينک سيمه کې د امنيتي سرتېرو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((يادو سرتېرو د مس عينک کان د ساتلو مسووليت درلود چې بېګاه وژل شوي دي.))
دغه راز د محمد اغې ولسوال عصمت الله ستانکزي هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د مس عينک پوستې پنځه سرتېري بېګا د طالبانو په بريد کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
همدارنګه د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې هم پنځه حکومتي سرتېري وژل شوي دي.
په مرکز لښکرګاه کې يوې امنيتي سرچينې نن پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو په نادعلي، ناوه او ګرشک ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
بل لور ته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه او نن سهار په مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ياودنې ده، د اورکم له اوونۍ وروسته تېره شپه د طالبانو پوځي کمېسيون خپلو کسانو ته پر افغان ځواکونو د بريدونو د بېرته پيل امر وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن