ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اندرابي: د جګړو ترڅنګ مو له جرمونو او نشه يي توکو سره مبارزې ته هم پام ډېر کړی

اندرابي: د جګړو ترڅنګ مو له جرمونو او نشه يي توکو سره مبارزې ته هم پام ډېر کړی

author avatar
4 Mar 2020 - 17:45
اندرابي: د جګړو ترڅنګ مو له جرمونو او نشه يي توکو سره مبارزې ته هم پام ډېر کړی
author avatar
4 Mar 2020 - 17:45

جلال اباد (پژواک، ١٤ کب ٩٨): د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي وايي، د افغان ملي دفاعي ځواکونو وړتياوې ډېرې شوې او اوس  د جګړې ترڅنګ عامه امن ته هم ډېره پاملرنه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې له ولسمشر سره  ننګرهار ته د سفر پر مهال پرون جلال اباد کې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، د هر کال په تېرېدو سره د افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو وړتياوې او د دوى ترمنځ همغږي زياتېږي.

نوموړى وايي، د هوايي ځواک، کومانډو قوه او د پوليسو ځانګړي قطعات د لوړې سطحې عملياتي ظرفيت ته رسېدلي دي او د سږ کال په جګړو کې دا هر څه ثابت شول.

د ده په وينا، طالبانو ويلي وو چې سږ کال به د الفتح عملياتو پر مهال د ولاياتو او ولسواليو مرکزونه او ښارونه نيسي، خو هغوى په دغه کار کې ناکام شول او برعکس اته ولسوالۍ له طالبانو ونيول شوې.

د کورنيو چارو وزير وويل چې دوى له دفاعي حالته يرغليز حالت ته تللي دي.

ده زياته کړه: ((د افغانستان دولت زموږ نړيوالو همکارانو امريکا او ناټو سره ستراتيژيک تړونونه لري، څو ورځې مخکې د ناټو سکرترجنرال او امريکا د دفاع وزير ګډه اعلاميه کې پر پخوانيو ژمنو ټينګار وکړ. ))

هغه وويل، پوليس د قانون د تنفيذ په برخه کې ډېر فعاليت کوي، دغه راز د عامه امن، نشه يي توکو او جنايي جرمونو ضد مبارزې پر ضد پاملرنه او جدي اقدامات کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.