د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ترينکوټ کې ٢٤ پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ترينکوټ کې ٢٤ پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Mar 04, 2020 - 10:17

 

ترينکوټ (پژواک، ۱۴ کب ۹۸): د اروزګان د مرکز ترينکوټ اړوند سيمه کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې ١٤ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوې باوري امنيتي سرچينې د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د ترينکوټ ښار ختيځ لور ته د نچين سيمې پر امنيتي کمربند وشو.

يادې سرچينې وويل، په دې جګړه کې چې څو ساعته يې دوام وکړ، اته پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

يادې سرچينې وويل چې په دې نښته کې  څوارلس وسله وال طالبان هم وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په دغه بريد کې ګڼو پولیسو ته د مرګ ژوبلې اوښتو او وسایطو د له منځه تلو خبر ورکوي.

د اورکم له پای وروسته په ترينکوټ کې دا لومړی برید دى چې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکول کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan