ایبک (پژواک، ۱۴ کب ۹۸): په سمنګان ولایت کې په کرونا ویروس د یوه کس د اخته کېدو د لومړۍ شکمنې پېښې له ثبت سره په افغانستان کې د دغه ډول خلکو شمېر ۷۸ کسانو ته ورسېد چې تر اوسه په هېواد کې د دې ناروغۍ یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوی ده.
کرونا ویروس شاوخوا دوې میاشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چین کې خپور او له هغه وروسته د نړۍ نږدې ۳۰ هېوادونو ته ورسېد.
په افغانستان کې د دې ناروغۍ یوازې یو مثبت مورد په هرات ولایت کې ثبت شوی دی.
خو تېره ورځ د افغانستان د عامې روغیتا وزارت ویلي وو چې په دغه هېواد کې د یادې ناروغۍ ۷۷ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالخلیل مصدق نن وویل چې د دغه ولایت د مرکز ایبک یو اوسېدونکی چې شاوخوال شل کاله عمر لري، د درملنې لپاره د یاد ولایت ولایتي روغتون ته راغلی دی.
هغه وویل چې یاد کس ډاکترانو د سخت ټوخي او زکام له امله چې د کرونا ویروس د نارغۍ نښې هم دي، په احتیاطي ډول قرنطین کړی او تر هغه وخته به قرنطین وي چې د معاینې پایله یې په کابل کې نه وي معلومه شوې.
مصداق زیاته کړه چې دغه کس شاوخوا شل ورځې وړاندې د ایران له تهرا ښار څخه چېرته چې کرونا ویروس خپور شوی، سمنګان ولایت ته راغلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن