ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې وسله وال طالبان په شینډنډ او دوه پولیس په سرپل کې وژل شوي

درې وسله وال طالبان په شینډنډ او دوه پولیس په سرپل کې وژل شوي

author avatar
5 Mar 2020 - 18:43
درې وسله وال طالبان په شینډنډ او دوه پولیس په سرپل کې وژل شوي
author avatar
5 Mar 2020 - 18:43

 هرات ښار/سرپل (پژواک، ۱۵ کب ۹۸): د هرات د شینډنډ ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو په ډله ییز برید کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي، بلخوا په سرپل کې هم د دوو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه لسګونو طالبانو له سپکو او درنو وسلو سره، په شینډنډ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو برید کړی دی.

 د فرهاد په وینا، دغه برید د شینډنډ ولسوالۍ د مرکز په څنډو کې پر امنیتي پوستو شوی، چې په پایله کې یې د طالبانو د یوه قوماندان ملا فلاح الدین په ګډون درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

د یوه بل خبر له مخې، په سرپل ولایت کې هم د پولیسو دوه منسوبین وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د سرپل د ولایتي شورا غړي اسدالله خُرم پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه طالبانو د دغه ولایت په مرکز کې د سرپل د لوړو زده کړو موسسې په سیمه کې پر پوسته برید کړی دی.

د سرچینې په خبره؛ په دغه برید کې دوه ملي پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د سرپل امنیه قوماندانۍ د یاد برید په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

طالبانو تر اوسه د یادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې پر افغان امنیتي ځواکو خپل بریدونه پیلوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.