چاریکار (پژواک، ۱۵ کب ۹۸): د سالنګ لویه لار چې پلازمېنه کابل له شمال ولایتونو سره نښلوي، د واروې اورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست اجرایيوي مدیر سميع الله ولي زاده، د دغه مطلب د بيانولو ترڅنګ وویل چې دغه لویه لار د واورې اورېدو له مله په سالنګونو کې تړل شوې ده.
د هغه په وینا، د واورې پاکولو عملیات پیل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په سالنګونو کې د لید سیمه دوه کیلو متره، د باد سرعت په ثانیه کې درې متره، د تودوخې درجه منفي لس سانتي ګراد، په شمالي سالنګ کې ۵۰ سانتي او په سوېلي سالنګ کې ۱۵ سانتي متره واوره اورېدلې ده.
هغه زیاته کړه چې په سالنګونو کې د راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره، ۴۰ سلنه د واورې اورېدو وړاندوینه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن