ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ څلور زره جريبه للمي ځمکه پر لمريزې برېښنا خړوبيږي

د کونړ څلور زره جريبه للمي ځمکه پر لمريزې برېښنا خړوبيږي

author avatar
5 Mar 2020 - 17:41
د کونړ څلور زره جريبه للمي ځمکه پر لمريزې برېښنا خړوبيږي
author avatar
5 Mar 2020 - 17:41

اسعد اباد (پژواک، ١٥ کب ٩٨): د کونړ د کرنې رياست وايي چې په درېيو ولسواليو کې د څه دپاسه ٩١ ميليونه افغانيو په لګښت څلور زره جريبه ځمکه پر لمريزه برېښنا خړوبيږي.

د دې ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير انعام الله ساپي د کب په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژه په نرنګ، مرورې او سرکاڼو ولسواليو  کې پلې کېږي.

هغه زياته کړه، د لمريزې برېښنا پر مټ له کونړ سيند څخه اوبه پورته کېږي او بيا به د دغو ولسواليو ۴۰۰۰ زره جريبه للمي، شاړې او وچې ځمکې پرې خړوبې شي.

د ده په وينا، د کونړ اقلیم هر ډول کرنیزو حاصلاتو ته برابر دی او په دغو ډاګونو کې به د مېوه لرونکو ونو باغونه جوړېږي او همدارنګه به نورو هغو کرنیزو محصولاتو ته وده ورکوي چې له کونړ به نورو ولایتونو ته هم صادریږي.

ساپى وايي، دغه پروژه به په يوه کال کې بشپړه شي او په زرګونو خلکو ته به په کې کارونه برابر شي.

دکونړ والي عبدالستار میرزکوال د کب په ١٥مه، د دغې پروژې د چارو د پيل پرمهال خلکوته وويل، د کونړ د لوی سيند د مهارولو چارې پيل شوي او هغه وچ او للمي ډاګونه چې د سیند دواړو غاړو ته موقعيت لري، ټول به خړوبېږي.

هغه زياته کړه، دا پروژه د خلکو لپاره ګټوره ده او زياته يې کړه چې د دې پروژې په بشپړېدوسره به د کونړ په کرنیزو محصولاتو کې پوره زیاتوالی راشي.

د سرکاڼو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خان باچا بيا له ولایتي ادارې څخه  مننه وکړه چې ددغو وچو ډاګونو د خړوبولو لپاره يې تابيا وکړه .

 نوموړي وويل چې که حکومت د کانالونو د اساسي جوړولو په برخه کې ګامونه پورته کړي، نو د دې څو برابره زياته للمي ځمکه به خړوبه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.