کابل (پژواک، ۱٥ کب ۹۸): د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي چې سږ کال د وژنو او جنسي تېري په ګډون د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي څه باندې اووه زره پېښې ثبت شوې دي.
دغه څرګندونې د ښځو چارو وزارت وزیرې دلبر نظري د کب په ۱۵ مه په کابل کې ملت ته د حکومت له لوري د حساب ورکولو په غونډې کې وکړې.
هغې وویل چې سږ کال تر اوسه په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۷۲۸۴ پېښې ثبت شوې دي چې ۵۸ سختې قضیې دي.
د هغې په وينا، د تاوتريخوالي د ۳۳۹۶ پېښو عاملینو ته مشوره ورکړل شوې، ۱۲۳۶ د تاوتریخوالي قضیې حمایوي مرکزونو ته ورپېژندل شوې دي،۴۷۰ متضررینو ته مرستې رسول شوي او پاتې نورو ته هم اړينې لارښونې شوې دي.
دې وويل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کمولو په موخه د هېواد په ٢٢٤ ولسواليو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره شوي دي.
د نظري په وینا، سږ کال په دغه وزارت کې د طلاق، وهلو، ټکولو او سپکاوي ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
دې زیاته کړه چې د تاوتریخوالي د پېښو زيانمنو ته د مرستې په موخه یو صندوق جوړ شوى چې تر اوسه ترې يو شمېر زيانمنو سره مرستې شوې دي.
همدا راز د ښځو چارو وزارت ویاندې رویا دادرس وویل چې سږ کال ۵۸ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سختې قضیې ثبت شوې دي.
نوموړې وویل چې په دغو پېښو کې ۳۵ د قتل، شپږ د جنسي تېري، څلور د زندۍ کولو، درې د صحرايي محکمې، درې ځان وژنه، دوه د خرڅولو، يو بدل او د اجباري واده پېښې شاملې دي.
هغې زياته کړه چې تر ټولو ډېرې پېښې په سرپل، لوګر، غور، بادغيس، فارياب، جورجان، فراه، تخار، بلخ، ننګرهار، سمنګان ، کابل او باميان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم ويلي و چې سږ کال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د ثبت شمېره ډېرې شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن