ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پومپيو: افغانستان کې د امريکا د جنګي جنايتونو تورونو څېړنې په اړه پرېکړه نامسوولانه ده

پومپيو: افغانستان کې د امريکا د جنګي جنايتونو تورونو څېړنې په اړه پرېکړه نامسوولانه ده

author avatar
6 Mar 2020 - 10:57
پومپيو: افغانستان کې د امريکا د جنګي جنايتونو تورونو څېړنې په اړه پرېکړه نامسوولانه ده
author avatar
6 Mar 2020 - 10:57

کابل (پژواک، ١٦کب ٩٨):   د امريکا د بهرنيو چارو وزير د نړيوالې محکمې پر هغه تصميم چې په افغانستان کې به د امريکا د جنګي جنايتونو د تورونو د څېړنې اجازه ورکوي، سختې نيوکې وکړې.

  نړيوالې محکمې په دې  وروستيو کې په افغانستان کې د امريکايي او نورو خواوو له لوري د جنګي جنايتونو د تورونو د څېړنې په اړه د اجازې ورکړې پرېکړه کړې ده .

ددغې محکمې د حکم په اساس، په افغانستان کې به د امريکا او نورو لوريو د فعاليتونو له پيله يې کړنې وڅېړل شي.

 د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په واشنګټن د يوې خبري غونډې پرمهال د نړيوالې محکمې دغه تصميم د تمې خلاف وباله .

دغه امريکايي چارواکي ياده محکمه يو"ياغي اوناقانونه بنسټ" ياد کړ او ويې ويل :" ددغې محکمې نامسوولانه  ياده پرېکړه داسې مهال صادرېږي چې امريکا د افغانستان د سولې په موخه يو تاريخي تړون لاسليک کړ، په دغه هېواد کې د يوه نسل لپاره د سولې دا غوره چانس دى ."

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په ٢٣مه نړيوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جنايتونو د څېړنې وړانديز رد کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.