ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې د اداري پلاوي څلور غړي وټاکل شول

د مشرانو جرګې د اداري پلاوي څلور غړي وټاکل شول

author avatar
7 Mar 2020 - 16:24
د مشرانو جرګې د اداري پلاوي څلور غړي وټاکل شول
author avatar
7 Mar 2020 - 16:24

 

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۹۸): محمد علم ایزدیار د لومړي نایب، عبدالله قرلق د منشي، محمد اکبر ستانکزی د دویم نایب او فیصل سميع د مشرانو جرګې د نایب د منشي په توګه وټاکل شول.

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې د کلنۍ ناستو دویمه ناسته پرانیسته.

د اساسي قانونو په نهه اتیایمه ماده کې راغلي: «د ملي شورا له دواړو جرگو  څخه د هر يوه د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړو څخه يو تن د رييس په توگه د يوې تقنينې دورې لپـاره، دوه تنه د لومړي نايب او دويم نايب او دوه تنه د منشي او د منشي د نايب په توگه، دغه اداري پلاوی د يو کال لپاره انتخابوي؛ د اداري پلاوي دغه کسان  ولسي او مشرانو جرګې تشکیلوي.»

پر همدې اساس، نن په مشرانو جرګه کې ټاکنې ترسره شوې.

د نن په ناسته کې ۶۶ کسان حاضر وو او هر یوه نوماند د بریا لپاره ۳۴ رایو ته اړتیا درلوده.

د پنجشېر د خلکو استازی محمد علم ایزدیار او د هرات د خلکو استازی احمد جاوېد رووف د لومړي نیابت؛ د کندوز د خلکو استازی عبدالله قرلق او د خوست د خلکو استازی عبداللطیف ژوندی د منشي چوکۍ ته نوماندان وو.

خو لکه څرنګه چې احمد جاوېد او ژوندی له نوماندۍ پر شا شوي وو، د جرګې غړو د شنو کارتونو په پورته کولو سره ایزدیار د لومړي نایب او قرلق د مشرانو جرګې د منشي په توګه وټاکل شول.

همداراز محمد اکبر ستانکزی او محمد اصف صدیق د دویم نیابت او طیب عطا، فیصل سمېع او فوزیه سادات د منشي د نایب پوست ته نوماند وو او د رایو صندوقونه ورته کېښودل شول چې په پایله کې محمد اکبر ستانکزی د دویم نایب او فیصل سمېع د مشرانو جرګې د نایب منشي په توګه وټاکل شول.

تېر کال محمد اصف صدیقي دویم نایب او فیصل سمېع د یادې جرګې نایب منشي و.

ولسي جرګې تر اوسه د اوولسمې تقنیني دورې د دویم کال لپاره مرستیالان نه دي ټاکلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.