کابل (پژواک، ۱۷ کب ۹۸): محمد علم ایزدیار د لومړي نایب، عبدالله قرلق د منشي، محمد اکبر ستانکزی د دویم نایب او فیصل سميع د مشرانو جرګې د نایب د منشي په توګه وټاکل شول.
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې د کلنۍ ناستو دویمه ناسته پرانیسته.
د اساسي قانونو په نهه اتیایمه ماده کې راغلي: «د ملي شورا له دواړو جرگو څخه د هر يوه د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړو څخه يو تن د رييس په توگه د يوې تقنينې دورې لپـاره، دوه تنه د لومړي نايب او دويم نايب او دوه تنه د منشي او د منشي د نايب په توگه، دغه اداري پلاوی د يو کال لپاره انتخابوي؛ د اداري پلاوي دغه کسان ولسي او مشرانو جرګې تشکیلوي.»
پر همدې اساس، نن په مشرانو جرګه کې ټاکنې ترسره شوې.
د نن په ناسته کې ۶۶ کسان حاضر وو او هر یوه نوماند د بریا لپاره ۳۴ رایو ته اړتیا درلوده.
د پنجشېر د خلکو استازی محمد علم ایزدیار او د هرات د خلکو استازی احمد جاوېد رووف د لومړي نیابت؛ د کندوز د خلکو استازی عبدالله قرلق او د خوست د خلکو استازی عبداللطیف ژوندی د منشي چوکۍ ته نوماندان وو.
خو لکه څرنګه چې احمد جاوېد او ژوندی له نوماندۍ پر شا شوي وو، د جرګې غړو د شنو کارتونو په پورته کولو سره ایزدیار د لومړي نایب او قرلق د مشرانو جرګې د منشي په توګه وټاکل شول.
همداراز محمد اکبر ستانکزی او محمد اصف صدیق د دویم نیابت او طیب عطا، فیصل سمېع او فوزیه سادات د منشي د نایب پوست ته نوماند وو او د رایو صندوقونه ورته کېښودل شول چې په پایله کې محمد اکبر ستانکزی د دویم نایب او فیصل سمېع د مشرانو جرګې د نایب منشي په توګه وټاکل شول.
تېر کال محمد اصف صدیقي دویم نایب او فیصل سمېع د یادې جرګې نایب منشي و.
ولسي جرګې تر اوسه د اوولسمې تقنیني دورې د دویم کال لپاره مرستیالان نه دي ټاکلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن