کابل (پژواک، ۱۷ کب ۹۸): د اوولسمې تنقنني دورې د دویم کال ناسته به نن د ولسمشر له خوا پرانيستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د کب په ۱۴مه ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو چې ملي شورا به د ولسمشر د بوختیاوو له امله په یو څه ځنډ پرانیستل شي خو د ولسي جرګې د رییسانو کمېټې پرېکړه کړې چې یاده جرګه نن (د کب ۱۷مه) خپل کار پیلوي.
د ملي شورا یوه نیمه میاشتنۍ رخصتي د سلواغې په لومړۍ نېټه پیلېږي او د کب په ۱۵مه پای ته رسېږي.
ولسمشر باید د ملي شورا کلنۍ ناستې له قانون سره سم د کب په ۱۶مه پرانیزي.
د ولسي جرګې د دارالانشا رييس عبدالقادر ځاځي وطندوست چې د ملي شورا پرانیستلو کمېسیون مشري یې هم له غاړې ده، وویل چې د ملي شورا پرانيستو مراسمو ته چمتووالی نیول شوی دی.
هغه زیاته کړه چې ولسمشر د رییسانو کمېټې له پلاوي سره تر لیدنې وروسته، دوه ورځې مخکې د یوه مکتوب په صادرولو سره ویلي وو چې ملي شورا راتلونکې شنبې (د کب ۱۷مه) پرانیزي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن