چاریکار (پژواک، ۱۸ کب ۹۸): د پروان او کاپیسا امنیه قوماندانان د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفینو له یوه کمینه روغ وتلي، خو په دې پېښه کې د پولیسو یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د کاپیسا د والي ویاند عبدالشایق شورش پژواک خبري اژنس ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت دغه جنرالان تېره شپه ۹:۰۰ بجې هغه مهال چې د ننګرهار ولایت په هوایي ډګر کې له یوې نظامې ناستې وروسته د کابل پر لور روان وو، د دغه ولایت د سروبي ولسوالۍ د ماهیپر په سیمه کې د طالبانو له خوا پرې ډزې شوې دي.
د هغه په خبره چې د پروان د امنیې قوماندان محمد محفوظ ولیزاده او کاپیسا د امنیې قوماندان احمد فرید مشعل د ساتونکو او طالبانو ترمنځ دوه ساعته نښته کې د پولیسو یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې وژل شوی سرتېری او ټپي کس، د کاپیسا د امنیې قوماندان له ساتونکو څخه وو.
د پروان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد محفوظ ولیزاده هم دغه پېښه تایید کړې ده.
د یادې پېښې مسوولیت تر اوسه هېڅ کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن