ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند خلک له دغه ولایته د امریکايي ځواکونو پر ژر وتو اندېښمن دي

د هلمند خلک له دغه ولایته د امریکايي ځواکونو پر ژر وتو اندېښمن دي

author avatar
9 Mar 2020 - 15:59
د هلمند خلک له دغه ولایته د امریکايي ځواکونو پر ژر وتو اندېښمن دي
author avatar
9 Mar 2020 - 15:59

لښکرګاه (پژواک، ١٩ کب ٩٨): د هلمند يو شمېر اوسېدونکي وايي، له مرکز لښکرګاه څخه په بېړه د امريکايي ځواکونو وتل به د دغه ښار امنيتي وضعيت يو ځل بيا له ستر ګواښ سره مخ کړي.

دوى دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې تېره شپه امريکايي ځواکونو له مرکز لښکرګاه ښار څخه ووتل او بېرته د ښوراب پوځي اډې ته ولاړل.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څلور کاله وړاندې امريکايي ځواکونه په ٥٠٥ بست زون هغه مهال ځاى پر ځاى شول چې وسله وال طالبان د ښار څنډو ته رسېدلي وو.

نوموړى وايي: ((دغه امريکايان د ملکي برخې د مشاورينو د امنيت لپاره راغلي وو، خو په تېرو دوه شپو کې يې خپل هر څه بېرته ښوراب پوځي اډې ته انتقال کړي او خپله هم تللي دي.))

ښوراب د مرکز لښکرګاه په ١١٥ کيلومټرۍ کې پرته لويه پوځي اډه ده.

خو د لښکرګاه يو شمېر اوسيدونکي په بېړه د امريکايانو له وتلو سره موافق نه دي.

د هلمند مدني فعال عبدالحق ځواکمن پژواک ته وويل چې په اوسني حالاتو کې له لښکرګاه څخه د امريکانو په بېړه وتل به پر امنيتي وضعيت بدې اغېزې وکړي.

هغه وايي: ((دوى بايد تر هغه دلته پاتى واى ترڅو امنيتي وضعيت ښه شوى واى خو داسې وتل يې په امنيت باندې بد تاثير کوي.))

دغه راز د لښکرګاه ښار اوسېدونکي فريد احمد پژواک ته وويل چې د بهرنيانو وتلو خلک اندېښمن کړي دي.

دى زياتوي: ((د دوى شتون د لښکرګاه په امنيت مثبت تاثير کړى و اوس چې لاړل نو امکان لري چې وضعيت بيا خراب شي.))

بل لور ته د هلمند امنيتي مسوولين نه غواړي په دې اړه څرګندونې وکړي.

د يادونې ده، شاوخوا څلور کاله وړاندې وسله والو طالبانو د هلمند د بېلابېلو ولسواليو ترڅنګ په مرکز لښکرګاه هم بريدونه وکړل او ځينې سيمې ونيولې چې تر دې وروسته بيا يو شمېر امريکايان راغلل او په مرکز لښکرګاه کې ځاى پر ځاى شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.