ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشر د لوړې مراسم د څو ساعتونو لپاره وځنډېدل

د ولسمشر د لوړې مراسم د څو ساعتونو لپاره وځنډېدل

author avatar
9 Mar 2020 - 08:48
د ولسمشر د لوړې مراسم د څو ساعتونو لپاره وځنډېدل
author avatar
9 Mar 2020 - 08:48

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٨): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم د څو ساعتونو لپاره ځنډول شوي او نن له غرمې وروسته به ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې دغه مراسم نن سهار شاوخوا ١١ بجې ترسره شي، خو څو شېبې مخکې د ولسمشر وياند  صديق صديقي په ټولنيزه شبکه ټويټر کې وليکل چې مراسم د څو ساعتونو لپاره وځنډول شول.

خو هغه زياته کړې چې دغه مراسم به له غرمې وروسته ترسره شي.

دغه راز  د ولسمشر اشرف غني ستر سلاکار عبدالرشيد ايوبي هم په فېسبوک کې ليکلي چې د ولسمشر د لوړې مراسم نن خامخا ترسره کېږي، خو د څو ساعتونو په ځنډ سره.

بلخوا د اجرائيه رياست وياند فريدون خوځون په فېسبوک کې ليکلي چې د دوى چمتووالى هم روان دى او نن له غرمې مخکې به د عبدالله د لوړې مراسم ترسره شي.

تر اوسه اجرائيه رياست د ځنډ په اړه څه نه دي ويلي.

راپورونه وايي چې تېره ټوله شپه د ارګ او سپيدار ترمنځ د زلمي خليلزاد په منځګړتوب خبرې اترې روانې وې، خو کومې پايلې ته ونه رسېدې.

د ولسمشر سلاکار فضل محمود فضلي په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې ليکلي، دوى ډېره هڅه وکړه چې د اساسي قانون له مخې، دا ستونزه هواره شي، خو د مقابل لوري غوښتې ډېرې وې او کومې پايلې ته ونه رسېدل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.