کابل(پژواک، ۱۹ کب ۹۸): ولسمشر غني وايي چې د پنځه زرو طالب زندانيانو ازادول د ملت له امنيت او سولې پروسې سره تړاو لري، نو په دې اړه به سبا يو فرمان صادر کړي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني د کب په ١٩مه د ده د لوړې مراسمو د ترسره کولو پرمهال په کابل کې وکړې.
ولسمشر وویل، د سولې مشورتي لویې جرګې دا وښوده چې ملت سوله غواړي او سولې لپاره یې د دولت د صلاحیت حدود وټاکل، نو د خلکو له غوښتنې سره سم به دغه پروسه پرمخ لاړه شي.
غني وايي: ((له زندان څخه د طالبانو خلاصول به د خلکو د امنیت او سولې پورې مرتبط وي.))
هغه زياتوي، دوی توافق ته رسېدلي چې د زندانيانو له ازادولو سره به په هېواد کې د تاوتريخوالي کچه را ټيټيږي.
ولسمشر زياتوي چې د پنځو زرو طالب زندانيانو د ازادولو په اړه فرمان او د سولې مذاکراتي پلاوى به سبا اعلان کړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی د سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو، مدني ټولنو، ښځو، ځوانانو او د بېلابیلو قومونو خلکو او مشرانو سره تر مشورو وروسته نهايي شوى دى.
غني وايي، که چېرې له طالبانو سره د سولې مذاکرات د داعش ډلې د فعاليتونو مانع نه شي، نو باید له طالبانو سره په مذاکراتو کې له دقت څخه کار واخيستل شي.
د غني په وینا، په راتلوونکي کې د بهانو د له منځه وړلو په موخه باید پاکستان د سولې په پروسه کې اساسي رول ولري.
دغه راز ولسمشر غني وويل، په ټولو هغو ژمنو به عمل وکړي چې د ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال يې له خلکو سره کړې دي.
غني وویل: ((نن د اساسي قانون او د جمهوریت د نمانځلو ورځ ده، نننۍ حکومت د ټولو حکومت دى.))
ده زیاته کړه چې راتلونکى حکومت به د دولت جوړونې ډلې تر انحصار لاندې نه وي، بلکې د ټولو ګډ حکومت به وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن