ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې انسان تښتونو خلک اندېښمن کړي

author avatar
9 Mar 2020 - 14:24
author avatar
9 Mar 2020 - 14:24

کندوز ښار (پژواک، ١٩ کب ٩٨): کندوز کې په تېره يوه مياشت کې د دولت یو رييس او دوه سوداګر تښتول شوي چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي سخت اندېښمن دي او وايي چې د اختطاف له وېرې خپل ماشومان ښوونځيو ته نه شي استولى.

خو بل لور ته د کندوز امنيتي مسوولين بيا وايي چې د انسان تښتونې د مخنيوي لپاره يې اړين تدابير نيولي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز ولايتي شورا مرستيال صفي الله اميري د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د  انسان تښتونې او ترور پېښې ډېرې شوې دي.

هغه وايي: ((په تېره يوه مياشت کې درې کسان چې يو په کې د کندوز کې د سينديزې حوزې رييس دى او دوه سوداګر دي تښتول شوي، دوه کسه د ښار په منځ کې وژل شوي، دا موږ ته لويه اندېښنه ده.))

د نوموړي په وينا، د همدې جنايي جرمونو د ډېروالي له امله ډېرى خلک اوس خپل ماشومان ښوونځيو ته د زده کړو لپاره نه ور لېږي.

په ورته وخت کې د کندوز ولايتي شورا غړي خليل قاري زاده هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوي دي.

دى زياتوي: ((په ټوله کې په کندوز ښار کې وضعيت ښه نه دى، اختطاف، وسله والې غلاوې او وژنې په کې ترسره کيږي، اړوند مسوولين يې بايد مخه ونيسي.))

د نوموړي په وينا، د دغه ولايت اوسېدونکو د جنايي جرمونو د ډېروالي په اړه څو ځلې ولايتي شورا ته شکايتونه کړي او شورا هم د خلکو شکايتونه له اړوندو مسوولينو سره شريک کړي دي.

بل لور ته د کندوز اوسېدونکي هم په دې اړه جدي اندېښنې لري.

د کندوز ښار اوسيدونکي سيد حبيب الله پژواک ته وويل: ((وسله وال مخالفين د ښار څنډو ته رسيدلي  دي، هره شېبه د اختطاف امکان هم شته دى، هغه کسان چې لږ پېسې لري خپل ماشومان ښوونځيو ته نه استوي.))

همدارنګه يوه سوداګر ضياالحق پژواک ته وويل چې د اختطاف له وېرې نه شي کولاى خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.

ده زياته کړه: ((ماشومانو ته په کور کې معلم نيولى دى، بېرون ته يې خو يې نه ليږلى ځکه تښتوي او بيا پېسې غواړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.