ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اترا: د نوې طرحې له مخې به ټول سيمکارتونه بايومټريک او راجستر شي

اترا: د نوې طرحې له مخې به ټول سيمکارتونه بايومټريک او راجستر شي

author avatar
10 Mar 2020 - 16:16
اترا: د نوې طرحې له مخې به ټول سيمکارتونه بايومټريک او راجستر شي
author avatar
10 Mar 2020 - 16:16

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۹۸): د اترا اداره وايي چې د دویم نوري فایبر له نښلولو سره به د انټرنېټ کیفیت لوړ او بیې به را ټیټې شي او په نوې طرحه کې ټول سيمکارتونه بايومټرک او راجستر کېږي.

دغه څرګندونې د اترا ادارې مالي مرستیال بلال هاشمي د کب په ۲۰مه په کابل کې ملت ته د حکومت له خوا د حساب ورکولو په خبري غونډه کې وکړې.

هاشمي وايي، که چېرې د ابريشم تنګي ساحه کې د نوري فایبر دویم کيبل له کابل ښار سره ونښلول شي، نو ورسره به د انټرنېټ بیه ټیټه او کیفیت کچه به لوړه شي.

ده وويل چې په لومړي سر کې به د یاد فایبر له لارې کابل ښار او له هغه وروسته به په نورو لویو ښارونو کې د انټرنېټ بیې ټيټې او د  کیفیت کچه لوړه شي.

د هغه په وينا، اوس مهال درې شرکتونه د فایبر د نښلولو په برخه کې کار کوي او په کابل کې به یاده پروسه ژر عملي شي.

د اترا مرستيال وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې ۳۷ مخابراتي شرکتونه د سيمکارتو د نه ثبتولو له امله جریمه او لویې څارنوالي ته ور پېژاندل شوي دي.

هاشمي وايي، که چېرې د یادې ادارې نوې طرحه ولسمشر محمد اشرف غني له لوري تاييد شي؛ نو ټول سیمکارتونه به په بایومټریک ډول ثبت او راجستر شي.

حج او اوقاف وزارت

دغه راز نن د حج، ارشاد او اوقافو وزارت هم ملت د حساب ورکولو په پروګرام کې ګډون وکړ.

د ‏حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب وویل چې له دې وروسته به وقفي ځمکې او د عمرې خدمات پر عایداتي سرچینو بدلوي.

‏ده زياته کړه، خپل خدمات یې بهتر کړي او له دې وروسته غواړي چې وقفي ځمکې له غصبه خوندي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.