کابل (پژواک، ۲۰ کب ۹۸): د اترا اداره وايي چې د دویم نوري فایبر له نښلولو سره به د انټرنېټ کیفیت لوړ او بیې به را ټیټې شي او په نوې طرحه کې ټول سيمکارتونه بايومټرک او راجستر کېږي.
دغه څرګندونې د اترا ادارې مالي مرستیال بلال هاشمي د کب په ۲۰مه په کابل کې ملت ته د حکومت له خوا د حساب ورکولو په خبري غونډه کې وکړې.
هاشمي وايي، که چېرې د ابريشم تنګي ساحه کې د نوري فایبر دویم کيبل له کابل ښار سره ونښلول شي، نو ورسره به د انټرنېټ بیه ټیټه او کیفیت کچه به لوړه شي.
ده وويل چې په لومړي سر کې به د یاد فایبر له لارې کابل ښار او له هغه وروسته به په نورو لویو ښارونو کې د انټرنېټ بیې ټيټې او د کیفیت کچه لوړه شي.
د هغه په وينا، اوس مهال درې شرکتونه د فایبر د نښلولو په برخه کې کار کوي او په کابل کې به یاده پروسه ژر عملي شي.
د اترا مرستيال وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې ۳۷ مخابراتي شرکتونه د سيمکارتو د نه ثبتولو له امله جریمه او لویې څارنوالي ته ور پېژاندل شوي دي.
هاشمي وايي، که چېرې د یادې ادارې نوې طرحه ولسمشر محمد اشرف غني له لوري تاييد شي؛ نو ټول سیمکارتونه به په بایومټریک ډول ثبت او راجستر شي.
حج او اوقاف وزارت
دغه راز نن د حج، ارشاد او اوقافو وزارت هم ملت د حساب ورکولو په پروګرام کې ګډون وکړ.
د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب وویل چې له دې وروسته به وقفي ځمکې او د عمرې خدمات پر عایداتي سرچینو بدلوي.
ده زياته کړه، خپل خدمات یې بهتر کړي او له دې وروسته غواړي چې وقفي ځمکې له غصبه خوندي کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن