ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان مدني فعالانې: حکومت دې د سولې خبرو کې ښځو ته پراخه ونډه ورکړي

د بغلان مدني فعالانې: حکومت دې د سولې خبرو کې ښځو ته پراخه ونډه ورکړي

author avatar
10 Mar 2020 - 13:38
د بغلان مدني فعالانې: حکومت دې د سولې خبرو کې ښځو ته پراخه ونډه ورکړي
author avatar
10 Mar 2020 - 13:38

پلخمري (پژواک، ٢٠ کب ٩٨): د بغلان لسګونه ښځې مدني فعالانو د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د سولې په پروسه کې ښځو ته پراخه ونډه ورکړي، څو له خپلو حقونو په جدي توګه دفاع وکړي.

د بغلان لسګونو ښځو فعالانو د کب په ٢٠مه د دغه ولايت په مرکز پلخمري کې د سولې په تړاو غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د بغلان ولایت د جندر مسوولې زحل سيفي وويل، که چېرې د سولې په پروسه کې ښځو ته قانع کوونکي ونډه ورنه کړل شي، د ښځو پر حقونو د سترګو پټول دي.

هغې وويل: ((موږ له حکومت او نړيوالې ټولنې غواړو چې زموږ له حقونو جدي دفاع وکړي که دغه کار نه کوي، موږ ته دې چانس راکړي چې موږ له خپلو حقونو دفاع وکړو.))

دغه راز د بغلان د بشري حقونو کمېسيون مسوولې زرمينې وطنپال وويل چې د سولې په پروسه کې د ښځو له پراخ ګډون پرته په دې برخه کې هر ډول پرېکړه دوى ته منلو نه ده.

هغې زياته کړه: ((موږ کوښښ کوو چې د سولې په پروسه کې د ښځو حقونه خوندي پاتې شي، موږ غواړو په دې اړه د ښځو يوه اجماع جوړه کړو چې دا نننۍ غونډه يې پيلامه ده.))

يو شمېر نورو ښځو هم ورته څرګندونې وکړې.

دغه راز د بغلان د سيمه ييزوو ارګانونو استازي مفتي عبدالحليم صفدر وويل چې حکومت او نړيواله ټولنه بايد د سولې په پروسه کې ښځو ته د پراخې ونډې اخيستو زمينه برابره کړي.

ده هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد په دې پروسه کې د ښځو له حقونو جدي دفاع وکړي.

د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي توافق له مخې، نن بايد افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو پلاوى اعلان کړي، نو ځکه د بيلابيلو ولايتونو مدني فعالانې په دغه پلاوي کې د حضور غوښتنه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.