ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عبدالله له خوا ټاکل شوي والیان چېرته بوخت دي او څه کارونه کوي؟

د عبدالله له خوا ټاکل شوي والیان چېرته بوخت دي او څه کارونه کوي؟

author avatar
10 Mar 2020 - 15:46
د عبدالله له خوا ټاکل شوي والیان چېرته بوخت دي او څه کارونه کوي؟
author avatar
10 Mar 2020 - 15:46

 

کابل (پژواک،۲۰ کب ۹۸): له پنځو هغو کسانو چې د «ثبات او همپالنې» ټيم له خوا د والیانو په توګه معرفي شوي، درې یې تر اوسه نه دي بریالي شوي چې ولایتي دفترونو ته دننه شي او له هغوی د څلورو کسانو احکام په اړوندو ادارو کې نه چلېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د روان کال د تلې د شپږمې په ټاکنو کې ګټونکی اعلان کړ، خو د دې ټاکنو بل نوماند عبدالله عبدالله چې له غني وروسته یې ډېر رایې درلودې، دغه پایلې ونه منلې او «ټول شموله» حکومت یې اعلان کړ.

تېره ورځ محمد اشرف غني په ارګ او عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې په دوو جلا مراسمو کې د لوړې مراسم ترسره کړل.

د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم د بغلان، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو لپاره په داسې حال کې تازه والیان ټاکلي چې پخوانيو برحالو والیان هم خپلو کارونو ته دوام ورکوي. دغه راز د پنجشېر والي کمال الدین نظامي هم له عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

خو پوښتنه دا ده چې د عبدالله له خوا ټاکل شوي والیان چېرته بوخت او کوم کارونه کوي؟

سرپل

محمد نور رحماني یو له دغو والیانو دی چې د کب په درېیمه د عبدالله له خوا د سرپل د والي په توګه ټاکل شوی دی.

په دغه ولایت کې سرچینې وایي چې رحماني په ولایت کې دنده ترسره کوي او د حکومت والي عبدالقدیر اشنا د یاد ولایت د کانونو ریاست کې کار کوي.

د محمد نور رحماني ویانده اتیلا نوري وایي چې د دغه والي حکم په ټولو دولتي ادارو کې د منلو وړ دی، خو عبدالقدیر اشنا ټینګار کوي چې د رحماني حکم د منلو نه دی او یوازې د ولایت ودانۍ د هغه په واک کې ده.

خو سرچینې چې نه غواړي نومونه یې یاد شي، وایي چې څو ورځې وړاندې د دغه ولایت د کارکوونکو تنخواوې، د عبدالقدیر اشنا په لاسلیک ورکړل شوې دي.

جوزجان

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.