ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي له افغانستان سره د پنځوس ټنه غوښې مرسته وکړه

سعودي له افغانستان سره د پنځوس ټنه غوښې مرسته وکړه

author avatar
10 Mar 2020 - 17:16
سعودي له افغانستان سره د پنځوس ټنه غوښې مرسته وکړه
author avatar
10 Mar 2020 - 17:16

کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٨): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، سعودي عربستان له دغې ټولنې سره پنځوس ټنه غوښه مرسته کړې او سر له سبا یې د کابل په ګډون په نهو ولایتونو کې پر اړو کسانو وېش پیلیوي. 

 د دغې ټولنې مرستیال میرویس اکرم کابل کې د سعودي عربستان سفارت له استازي محمد الدایلج سره په ګډه خبري ناسته کې يادې څرګندونې وکړې.

هغه وویل چې دغه غوښه د اسلامي پراختیایی بانک په مرسته نن کابل ته راولېږدول شوه.

د ده په وینا، دغه غوښه په نړۍ کې د کرونا ویرویس د خپروېدو له امله له یوې میاشتې ځنډ وروسته کابل ته را رسیدلې او له صحي پلوه چک شوې ده.

هغه وایي چې دغه غوښه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست پر کارکوونکو او دغه راز په غزني، پکتیا، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بامیانو او لوګر ولایتونو کې پر اړو او بیځایه شویو کسانو ویشل کیږي.  

د ده په وینا، دغه غوښه پر پنځه زره کورنیو ویشل کیږي او هرې کورنۍ ته لس کیلو غوښه ورکول کیږي.

کابل کې د سعودي عربستان سفارت استازي محمد الدایلج (Mohamma Aldailej) وویل چې هېواد یې تر دې مخکې هم افغانستان کې له اړو خلکو سره مرستې کړي او دغه لړۍ جاري ساتي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.