ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې له ځينو تاریخي سیمو د جګړې مورچې جوړې شوې دي

په اروزګان کې له ځينو تاریخي سیمو د جګړې مورچې جوړې شوې دي

author avatar
10 Mar 2020 - 16:22
په اروزګان کې له ځينو تاریخي سیمو د جګړې مورچې جوړې شوې دي
author avatar
10 Mar 2020 - 16:22

ترینکوټ (پژواک، ۲۰ کب ۹۸): د اروزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له یو شمېر تاریخي سیمو د جګړې د مورچو په توګه کار اخیستل کېږي او نظامي پوستې په کې جوړې شوې دي.

دغه څرګندونې نن (د کب شلمه) د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتني په تړاو د يوې غونډې پر مهال د اروزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولینو وکړې.

د دغه ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امریت امر غلام نبي الفت وویل چې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ټول ۱۳۶ غیر منقول تاریخي او فرهنګي میراثونه له دوی سره ثبت دي چې زیات شمېر یې پخواني قدامت لري.

د هغه په وينا، سلیمان تخت، بوزیچه، کافر کلا او کلای مرچه هغه تاریخي میراثونه دي چې تاریخي ارزښت لري.

الفت وويل، دا یوازې هغه ۱۳۶ تاریخي میراثونه دي چې له دوی سره ثبت دي، خو د بیارغونې او څېړنې لپاره یې تر اوسه کوم فعالیت نه دی ترسره شوی.

ده زياته کړه چې نه یوازې تاریخي سیمو او اثارو ته کار نه دی شوی، بلکي یو شمېر مهمې تاریخي سیمې او اثار شته چې دا مهال ترې د جګړې د مورچو په  توګه ګټه اخیستل کېږي او د له منځه تلو په حال کې دي.

الفت وایي، د بوزیچې په نوم یوه تاریخي کلا او سمڅه چې د مرکز ترینکوټ ښار شمال ته په پنځه کیلومترۍ کې پرته ده، کلونه کېږي چې ترې نظامي مورچله جوړه شوې ده.

ده وويل، همدارنګه کلا مرچه چې دهراوود ولسوالۍ کې موقعیت لري او پخوانۍ تاریخي کلا ده، هم په کې د پولیسو یوه امنیتي  پوسته ده او له هماغه ځایه پر طالبانو جګړه کوي.

د هغه په وينا، له تاریخي سیمو څخه د جګړو د مورچلو په توګه ګټه اخیستنه نه یوازې زیان رسوي، بلکي وېره شته چې له منځه ولاړې شي.

په غونډه کې یو شمېر نور برخوالو هم د تاریخي اثارو پر ثبت او څېړنه ټینګار وکړ او پر مسوولینو یې نیوکه وکړه چې په دې برخه کې اروزګان له پامه ونه غورځوي.

د انصار مدني ټولني غړی فقیر محمد ستوري پژواک ته وویل چې له تېرو اتلسو کلونو راهیسې تاریخي میراثونو پېژندنه کې هیڅ ډول کار نه دی شوی او ګڼ هغه یې بېخي د له منځه تلو په حال کي دي.

هغه وایي، اړینه ده چې مسوولین له تاریخي سیمو خپلې امنیتې پوستې وباسي او د بیارغېدو لپاره یې لاس په کار شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.