کابل - جلال اباد (پژواک، ٢٠ کب ٩٨): د ولسمشر د حکم له مخې د کابل او ننګرهار په ګډون يو شمېر ولايتونو کې د نيالګیو ایښودو ملي کمپاین پيل شو.
ولسمشر اشرف غني د اساسي قانون د ١٥مې مادې له مخې، د شنو سيمو د پراختيا په موخه د يوه حکم له مخې، د نيالګيو کېنولو امر کړى و.
د دغه حکم له مخې چې د کب په ١٠مه صادر شوى، د روان لمريز کال د کب ٢٠مه نېټه د نيالګيو ایښودو د ملي ورځې په توګه نومول شوى دى.
د کرنې او مالدارۍ وزير نصيراحمد دراني د کب په ٢٠مه په همدې مناسبت مراسمو ته چې د کابل په حبيبيې لېسه کې جوړ شوي وو، وويل چې دغه کمپاين به د راتلونکي کال د وري تر ١٥مې ادامه لري.
هغه زياته کړه چې دغه کمپاين د ښاروالي او چاپېريال ساتنې د ملي ادارو په ګډې همکارۍ پر مخ وړل کېږي.
د نوموړي په وينا، وزارت يې پلان لري چې په ټول هېواد کې دوه ميليونه نيالګي کېنوي او که خلک وغواړي په وړيا توګه يې ورکوي.
د چاپېريال ساتني ملي ادارې مشر شاه زمان ميوندي وويل چې پخوا په غير مسوولانه توګه نيالګي کېنول کېدل، خو له دې وروسته اړوند ادارې په همغږۍ سره د نيال کېنولو سم کلتور رامنځته کوي.
د کابل ښاروال احمد ذکي وويل چې د هېواد په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره يوه ورځ د نهال ایښودو د ملي ورځې په توګه ټاکل شوې ده.
د يو بل خبر له مخې، نن په ننګرهار کې هم دغه کمپاين پيل شو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یاد کمپاین د پیل په مراسمو کې پژواک اژانس ته وویل، د ولسمشر د حکم له مخې، نن په ټول هېواد کې د نیالګیو کېنولو ملي ورځ ده او له دې ورځې موخه د ولس، چارواکو او هر وګړي له لوري د نیالګیو ایښودو او پاللو برخه کې مسوولیت ترسره کول دي .
هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې د کرنې، کانال، ښاروالۍ او نورو ادارو له لوري ۲ میلیونه نیالګي روزل شوي وو چې عملاٌ یې په شخصي، عامه او حکومتي ځايونو کې د ایښودو لړۍ پیل شوې ده.
مياخېل هیله وښوده چې د ککړې هوا د مخنیوي او ښه چاپېریال رامنځته کولو کې به مهم رول ترسره کړي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن