ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ښځې دې له خپلو حقه حقونو څخه برخمنې شي”

“ښځې دې له خپلو حقه حقونو څخه برخمنې شي”

author avatar
10 Mar 2020 - 17:20
“ښځې دې له خپلو حقه حقونو څخه برخمنې شي”
author avatar
10 Mar 2020 - 17:20

کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٨): د افغانستان د علومو اکاډمي غړي وايي، د ټولنې په پرمختګ کې ښځې مهمه ونډه لري، خو په تأسف سره چې دغه قشر تل مظلوم واقع شوی، نو بايد چې د دوى درنښت وشي او له خپلو حقه حقونو څخه برخمنې شي.

 د علومو اکاډمي، نن (سه شنبه) د ښځو نړيواله ورځ ونمانځله چې په کې سلګونو پوهانو او څېړونکو برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي منشي څېړنوال رفیع الله نیازي د علومو اکاډمي د سرپرست رئیس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب پیغام ولوست چې په يوه برخه کې يې راغلي و: "د مارچ اتمه چې په نړیوال تقویم کې د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه ثبت ده، دا د هغو مېړنیو ښځو د هڅو پایله ده چې د بې عدالتۍ ، تبعیض، محرومیت، د کم مزد او د کار د ډېر فشار په مقابل کې يې ډېرې قربانۍ ورکړلې او د خپلو هيلو او ارمانونو د تحقق لپاره يې د نړۍ آزادي خوښوونکي ولسونه دې ته اړ کړل چې د دوی د قربانیو درناوی وکړي او د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه یاده کړي."

ده زياته کړه، هر کال دا ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او همدارنګه په افغانستان کې هم د ښځو مقام او منزلت ته د درناوي په موخه نمانځل کېږي. د ښځو د حقوقو د رعایت او د هغوی مقام ته د درنښت په موخه د نړۍ په مختلفو ټولنو کې د هغوی له ارزښتونو، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ سره سم ځانګړي قوانین او اصول وضع شوي او قبول شوي دي. له نېکه مرغه د اسلام مبارك دین له بل هر دین او آئین  څخه ښځو ته په زیات احترام قایل دی.

د هغه په وينا، ښځه د بشري ټولنې نیمه برخه ده، په هغو ټولنو کې چې د ښځو حقوق او حیثیت تر پښو لاندې وي، طبیعي ده چې نیمه ټولنه به ورسره پایمال او فلج وي. ښځې د ژوند په ټولو چارو کې د پیاوړي استعداد او صلاحیت خاوندانې دي. موږ او تاسې ته څرګنده ده چې آن نالوستې مېرمنې هم د کورنۍ په نظم او دسپلین کې ډېر ښه او عالي مدیریت تر سره کوي. په زیاترو ځایونو کې لیدل شوي چې حتی ښځو د سړیو بار او مسئولیت په اوږو اخیستی او د کورنۍ په ښه روزنه کې د پلار تر څنګ د مور له نقش څخه هم سترګې نه شي پټېدلای.

د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د برخې معاون څېړنوال برهان الله نيازي بيا وويل، په نړۍ کې چې څومره اتلان تېر شوي، هرومرو يې تر شا د يوې مدبرې او بريالۍ مېرمنې لاس دی. د ټولنې په پرمختګ کې ښځې مهمه ونډه لري، خو په تأسف سره چې دغه قشر تل مظلوم واقع شوی، نو د دوى درنښت بايد وشي او له خپلو حقه حقونو څخه برخمنې شي.

د عظیمي هنري مؤسسې غړي ایرج باسط وویل، ښځه تل احترام او درنښت ته اړتيا لري. موږ تل وايو چې په يوه ګل نه پسرلی کېږي، خو که ښځه وغواړي، يوه کور ته په يواځېتوب پسرلی راوستی شي، خو  دغه ګل يوه ښه باغوان ته هم ضرورت لري.

د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس څېړنوال محمد اصف احمدزى وايي، د دې محفل په پای کې د علومو اکاډمي د مېرمنو او خويندو درناوی وشو، هغوی ته افتخاري ستاينليکونه او نقدې پيسې ووېشل شوې.

ده زياته کړه، د دې غونډې ښکلا هغو هنري تابلوګانو لا زياته کړې وه چې د عظيمي هنري مؤسسې له خوا برابرې شوې وې او د محفل د ګډونوالو د خوښۍ او جذابيت لامل شو. دغه راز د دې مؤسسې د ښځينه غړو له خوا ژوندۍ نقاشۍ هم ترسره شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.