ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تودو ولايتونو ښوونځیو کې د کرونا په اړه پوهاوي لپاره درسي ساعت ځانګړى شو

د تودو ولايتونو ښوونځیو کې د کرونا په اړه پوهاوي لپاره درسي ساعت ځانګړى شو

author avatar
11 Mar 2020 - 15:51
د تودو ولايتونو ښوونځیو کې د کرونا په اړه پوهاوي لپاره درسي ساعت ځانګړى شو
author avatar
11 Mar 2020 - 15:51

کابل  (پژواک، ٢١ کب ٩٨): د پوهنې وزارت د تودو سیمو ولايتونو په ښوونځيو کې يو درسي ساعت د کرونا ويروس د مخنيوي لارو چارو او پوهاوي لپاره ځانګړی کړ.

د ياد وزارت له خوا د کب په ٢١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لومړنۍ دورې (۱-۳) د "ژوند مهارتونو"، د لومړنۍ دورې په دويم پړاو (۳-۶) کې د "روغتیا ساتنې" او په منځني او لېسې دورې کې د "طبيعي معلوماتو" مضمونونو درسي ساعتونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لارو چارو په موخه پوهاوي ته ځانګړی شوی دی.

سرچينې زياته کړې چې د ښوونځيو زده کوونکو درسي مهالوېش پر اساس د کرونا ويروس د ګواښ  تر پايه به په دې برخه کې د پوهاوي پروګرامونه ترسره شي.

د پوهنې وزارت ويلي، په پام کې ده چې په راتلونکې اوونۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه د پوهاوي يو ورځنی سيمينار د ولایتونو پوهنې ریاستونو د بدني روزنې او روغتیا مديرانو لپاره د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونه د ښوونځيو په کچه د پوهاوي میکانیزم تنظیم په موخه، د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لارو چارو په اړه د معلوماتي کڅوړو چمتو کولو او لېږد لپاره د یادو ادارو د صلاحیت لرونکو استازو یوه کمېټه جوړه کړې ده.

سرچينې ويلي، تمه کېږي چې د عامې روغتیا وزارت ۲۲۲ زره قطعې بروشور، ۱۸زره قطعې پوسټر او سلګونه سي ډي د کرونا ویروس د مخنیوي لارو چارو تر عنوان لاندې په راتلونکې اوونۍ کې د ولایتونو پوهنې ریاستونو روغتیایي برخو مسوولینو ته په ښوونځيو کې د وېشلو په موخه وسپاري.

دا کړنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې د هرات او سمنګان په ولایتونو کې د کرونا ویروس ۷ مثبتي پېښې ثبت کړي دي.

وړاندې له دې پوهنې وزارت په هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې د ټولو ښوونیزو مرکزونو فعالیتونه د پوهنې کورنۍ ته د پاملرنې لپاره د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د وري میاشتې تر ۳مې نیټې پورې ځنډولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.