کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٨): د پاکستان يوه اېف ١٦ جنګي الوتکه د تمريناتو پر مهال غورځېدلې چې له امله يې پيلوټ مړ شوى دى.
پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې دا الوتکه نن له غرمې مخکې د پلازمېنې اسلام اباد اړوند د شکرپړيان سيمې په يوه ځنګله کې غورځېدلې ده.
د پاکستان هوايي ځواک له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى اېف ١٦ الوتکه د پاکستان د ورځې په مناسبت د پوځي رسم ګذشت لپاره پر تمريناتو بوخته وه چې ناڅاپه غورځېدلې ده.
سرچينې زياته کړې چې په دې پېښه کې د الوتکې پيلوټ مړ شوى دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې يوه لوړپوړي پلاوي ته د دې پېښې د پلټنو سپارښتنه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن